متفرق مسا‌‌ئل

عبدالنبي ، عبدالرسول ، عبدالهاشم نوم ایښودل څنګه دي؟

(فتواشمیره: 73)

پوښتنه:

محترمه عبد الرسول ، عبد النبی عبد العلی ، عبد الهاشم نومونه په چا باندې کیښودل څنګه دي ؟

(پوښتنه کونکی: دادمحمد ـ افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

عبدالرسول ، عبدالنبي ، عبدالهاشم نومونه ایښودل صحیح نه دي ځکه چې په دیکې دشرکي معناتوهم او احتمال دی ، هغه داسې چې عبد دغلام ، خادم او تابعدار په معنا هم استعمالیږي او دبنده په معنا هم استعمالیږي، نو دبنده معنا که واخستل شي نو بیا شرکي نوم ګرځي ، نو په دې اساس چې دغه نومونو کې توهم دشرکي معنا جوړیږي ایښودل یې صحیح نه دي،

او عبدالعلي نوم صحیح دی لکه عبدالرحیم ،عبدالجلیل وغیره، ځکه علي

داسې نوم دی چې دالله صفت هم دی او دبنده صفت هم جوړیږي لکه د رحیم په شان، نوعبدالعلي نوم ایښودل صحیح دي .

او که څوک عبدالعلي نوم په دې نیت کیږدي چې مراد دعلي نه مشهور صحابي دي نو بیا شرکي نوم دی او ایښودل یې ناروا دي .

علامه شامي رحمه الله فرمایي:

أقول ويؤخذ من قوله ولا عبد فلان منع التسمية بعبد النبي ونقل المناوي عن الدميري أنه قيل بالجواز بقصد التشريف النسبة والأكثر على المنع خشية اعتقاد العبودية كما لا يجوز عبد الدار اه (شامي ټوک6 مخ418 کتاب الحظر والاباحة)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close