متفرق مسا‌‌ئل

فیس بک استعمالول څه حکم لري؟

(فتواشمیره:75)

پوښتنه : فیس بک استعمالول څنګه دي ؟

(پوښتنه کونکی: اسدالله ـ پاکستان)

الجواب وبالله التوفیق

زموږ او ستاسو په ننی جامعه کې بعضې شيان داسې دي چې دوه اړخه لري. يو يې منفی او ناروا اړخ او بل يې مثبت او روا اړخ. د دغو شيانو له جملې څخه يو فيس بک هم دی. که چرته د فيس بک منفي اړخ ته وکتل شي چې په لاندې ډول يو څو يې ذکر کيږي نو بیا د فيس بک استعمال د شريعت له نګاه څخه حرام او ناجاېز دی.

د فیس بک د استعمال منفی او ناروا اړخونه

د فيس بک د زيات استعمال له وجې د انسان قيمتي وخت ضاېع کيږي. پر ځای د دې چې انسان خپل قيمتي وخت په اړينو او ضروري اعمالو کې مصرف کړي د فيس بک په شان عبث کارونو کې مصرفوي. او په عبثياتو کې مشغوليدل د شريعت له رويه ناروا دي. [امداد الـمفتين، ص‌: ١٠٠٢] و [كفاية الـمفتي: 9/199]

د فيس بک له لارې موسيقي ، لهو و لعب اورېدلو او کتلو ته ضمينه برابريږي چې دا د شريعت له مخې جواز نلري

د نا محرمو سړيو او ښځو خصوصاً د ځوانانو تر منځ د فيس له لارې ناروا اړيکې قايميږي چې دا د جامعې او د فساد او د خلکو د هلاکت باعث جوړيږي.

د فيس بک له لارې بعضې خلک غير شرعي او غير اخلاقي شيان خپروي چې دا د شريعت له نګاه ناروا او حرام وي.اود غير شرعی او ګناه لرونکو شيانو په خپرولو کې معاونت او مرسته ده چې د شريعت له لارې ممنوع ده.

د فيس بک مثبت او روا اړخ

خو دپورتنيو منفی اړخ سره سر فيس بک ځنې مثبت اړخونه هم لري لکه

د فيس بک له لارې د ديني او شرعی احکامو اشاعت کول.او دا کار د هغه علماو لخوا کيږي چې د دين اشاعت ته یې ملاتړلې ده او د فيس بک له لارې د دين په اشاعت کې بوخت دي.

په ډيره اسانه او کم لګښت د خپلو خپلوانو يا دوستانو سره اړيکې نيول او خبرې کول. او داسې نور دا هغه شيان دي چې شريعت د فيس بک د استعمال جواز ورکړی دی.

پس که يو انسان په خپل نفس کنترولی شي. د فيس بک په خراب استعمال باندې اګاهي لري. ښه او بد شيانو کې د توپير او فرق کولو ماده لري. د فيس بک له لارې د جامعې اصلاح او د فساد ختمول يې مقصد وي، اویایې داسلام دفاع مقصدوي نو بیا د فيس بک په استعمال کې شرعاً کوم باک نشته. اما که يو انسان د نفسي خواهشاتو تابع وي. په خرابو او ښو شيانو کې فرق نشي کولی، په جامع کې فساد او غير شرعی اعمال خپروي نو د داسې کس لپاره د فيس بک استعمال ناروا او حرام دي. نو حاصل د کلام دا شو چې د فيس بک صحيح استعمال جايز او غلط استعمال نا جايز دی.

دلایل او حوالجات

نبي كريم (ص) فرمايلي دي [كُلُّ شَيْءٍ لَيْسَ مِنْ ذِكْرِ اللهِ فَهُوَ لَغْوٌ وَلَهْوٌ الخ]

: په الفقه اسلامي کې راغلي دي.

لكن لايخلو كل لهو غير نافع عن الكراهة لـما فيه من تضييع الوقت والاشتغال عن ذكر الله وعن الصلوة وعن‌كل نافع مفيد»‌. [الفقه الاسلامي: 3/561 و محمود الفتاوی ص 1314].

«إذا مررتم بهؤلاء الذین یلعبون بهذه الازلام والـشطرنج وما کان من هذا فلا تسلموا علیهم وان سلموا علیکم فلا تردوا». [كفاية الـمفتي: 9/178].

قال فـي الدر: معزباً للبزازیة:

«استماع صوت الـملاهي كضرب قصب ونحوه حرام لقوله عليه الصَّلاة والسَّلام: «استماع الـملاهي معصية والجلوس عليها فسق والتلذذ بها كفر»‌.

۵: ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى أَنَّ جِسْمَ الْمَرْأَةِ كُلَّهُ عَوْرَةٌ بِالنِّسْبَةِ لِلرَّجُلِ الأَجْنَبِيِّ عَدَا الْوَجْهَ وَالْكَفَّيْنِ ؛ لأَنَّ الْمَرْأَةَ تَحْتَاجُ إِلَى الْمُعَامَلَةِ مَعَ الرِّجَالِ وَإِلَى الأَخْذِ وَالْعَطَاءِ لَكِنْ جَوَازُ كَشْفِ ذَلِكَ مُقَيَّدٌ بِأَمْنِ الْفِتْنَةِ. وَوَرَدَ عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ الْقَوْلُ بِجَوَازِ إِظْهَارِ قَدَمَيْهَا ؛ لأَنَّهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى نَهَى عَنْ إِبْدَاءِ الزِّينَةِ وَاسْتَثْنَى مَا ظَهَرَ مِنْهَا. وَالْقَدَمَانِ ظَاهِرَتَانِ ، وَيَقُولُ ابْنُ عَابِدِينَ: إِنَّ ظَهْرَ الْكَفِّ عَوْرَةٌ ؛ لأَنَّ الْكَفَّ عُرْفًا وَاسْتِعْمَالا لا يَشْمَلُ ظَهْرَهُ . (موسوعة الفقهية ۱۶/۲۲ ،بدائع ۶/۲۹۵۶، حاشيه ابن عابدين ۱/۴۰۵)

الله تعالی فرمايي:

وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْأِثْمِ وَالْعُدْوَانِ [المائدة]

﴿وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشۡتَرِي لَهۡوَ ٱلۡحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ بِغَيۡرِ عِلۡمٖ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًاۚ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ عَذَابٞ مُّهِينٞ ٦﴾ [لقمان: 6].

فعلی هذا دلت الآیه علـی حرمة ‌کل ما یلهی ویشغل عن ذکر الله وعبادته سواء ‌کان غناء ومعازف أو شیی‌ء آخر من الـملاهي والشطرنج وامثا‌له»‌. [احكام القرآن للتهانوي/: 3/185].

«قال ابن مَسْعود: صوت اللهو والغناء ينبت النفاق في القلب كما ينبت الـماء النبات. قُلْتُ: وفي «البزَّازية»: استماع صوت الـملاهي كضرب قصب ونحوه حرام لقوله عليه الصَّلاة والسَّلام: «استماع الـملاهي معصية والجلوس عليها فسق والتلذذ بها كفر» أي بالنعمة، فصرف الجوارح إلى غير ما خلق لأجله كفر بالنعمة لا شكر، فالواجب كل الواجب أن يجتنب كي لا يسمع، لـما روي أنه عليه الصَّلاة والسَّلام أدخل أصبعه في أذنه عند سماعه»‌. [الدر الـمختار مع الرد: 5/246].

لأن استماع اللهو حرام والاجابة سنة والامتناع عن الحرام أولی أﻫ»‌. [رد الـمحتار: 5/245].



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close