غير مصنف
روژه او اختر پاکستان سره وکړو که سعودي سره ؟
(فتواشمیره: 77)
پوښتنه:
محترمه مونږ په پاکستان کې اوسیږو د مهاجر په حیث او روژه ، اختر د سعودي سره کوو دا روا ده که نا روا ؟ ،، او که دپاکستان په اعلان یی ونیسو او وخورو روا ده که ناروا ؟
(پوښتنه کونکی: خدای نظر ـ پاکستان)
الجواب وبالله التوفیق
دامسئله ډیره زیاته پیښیدونکې مسئله ده او یواځې پاکستان نه بلکه نورو هیوادونو کې هم دامسئله پیښیږي ، چې بیا اکثر مسلمانان وروڼه حیران وي چې روژه یا اختر دچاسره وکړو ، یوکور روژه وي بل نه وي ، دغه شان یو کور کې اختر وي قرباني یې کړې وي او بل کې نه وي.
په دغه پیښو کې اساسي مسئله داختلاف دمطالعو ده چې ایا اختلاف دمطالعو ته اعتبار شته او کنه ؟
متقدمین علماء احناف فرمایي چې اختلاف دمطالعو معتبر نه دی ، نو که په یو هیواد کې میاشت ولیدل شوه دنورو هیوادونو لپاره دالیدل کافي دي ، نوددې مطلب داشو که په سعودي کې میاشت ولیدل شوه نو په نورو هیوادونو کې دمیاشتې دلیدلو ضرورت نشته،
بیا زمونږ متاخرین احناف لکه علامه زیلعي رحمه الله په تبیین الحقائق کې او علامه کاساني رحمه الله په بدائع الصنائع کې فرمایي چې اختلاف دمطالعو ته اعتبار شته ، او په نږدې تیر شوي وخت کې په کال ۱۹۶۷ د هندوستان د ندوة العلماء لکهنو د مجلس تحقيقات شرعيه علماوپه دې مسئله يو مجلس کړی دی او په هغې کې یې دیته ترجیح ورکړیده چې اختلاف دمطالعو ته اعتبارشته ، نو ددوی دقول مطابق که دیو ځای خلکو میاشت ولیدله نو دبل ځای خلکو لپاره دلیل نشي جوړیدلای ، یعنې (داسانتیا لپاره) دهر هیواد لپاره په خپله دمیاشتې لیدل ضروري دي.
ددې وجې نه بعضې علماکرام یوقول ته ترجیح ورکوي بعض بل قول ته . او ددې وجې نه خلکو ته په هریو قول دعمل کولو لاره خلاصه شوه.
که اختلاف دمطالعو ته اعتبار ورنه کړل شي لکه څنګه چې دمتقدمینو احنافو قول دي نو بیا دسعودي یابل کوم اسلامي ملک په اعلان سره روژه او اختر ضروروي دي .
او که دمتاخرینو قول ته وکتل شي نو بیا پکاره ده چې هر هیواد په خپله دمیاشتې په لیدلو فیصله وکړي ،
بیادمتاخرینو دقول مطابق کوم هیوادونه چې اسلامي دي او دشرعي اصولو په بنا دمیاشتې فیصله کوي ، هلته دحکومت فیصله باندې اعتماد پکار دی ، او کوم هیوادونه چې غیراسلامي دي او مسلمانان پکې اوسیږي او یا یو اسلامي هیواد وي خو دمیاشتې دلیدلو فیصله داسلامي اصولو او ضوابطو په اساس نه کوي نو بیاد روژې اختر وغیره شرعې مسائلو حل لپاره دعلماء کرامو او مفتیانو یوه ډله پکار ده چې هغوی منتخب شي ترڅو د شرعي اصولو مطابق د روژې یا اختر فیصله وکړي او دغه فیصله بیا منل پکار دي.
او که داسې کوم مشر یا جماعت دعلماو نه وي نو بیا دنزدي اسلامي هیواد په فیصله روژه او اختر پکاردی ، هغه که هر یو اسلامي هیواد وي خو چې داختر او زوژې فیصله په اسلامي اصولو کوي.
نودامت مسلمه داتفاق او اتحاد لپاره پکارده چې دمسلمانانو اخترونه او روژه په یوه ورځ وي ترکومه حده پورې چې ممکنه وي.
نوپه پوښتل شوي صورت کې که دسعودي سره اختر وشي هم صحیح ده . او که چا دخپل هیواد په اعلان اعتماد وکړو هم صحیح ده ، خو په دې شرط چې دغه هیواد د میاشتې دلیدلو فیصله دشرعي اصولو مطابق کوي. ورنه بیا سعودي یابل اسلامي هیواد سره کول پکاردي چې کوم داسلامي اصولو مطابق فیصله کوي.
علامه کاساني رحمه الله په بدائع الصنائع کې لیکي :
هذا إذا كانت المسافة بين البلدين قريبة لا تختلف فيها المطالع فأما إذا كانت بعيدة فلا يلزم أحد البلدين حكم الآخر لأن مطالع البلاد عند المسافة الفاحشة تختلف فيعتبر في أهل كل بلد مطالع بلدهم دون البلد الآخر (بدائع الصنائع ټوک 2 مخ 83 واماشرائط الصوم فنوعان)
او جمال الدین زیلعي صاحب تبیین الحقائق کې لیکلي دي:
والأشبه أن يعتبر لأن كل قوم مخاطبون بما عندهم وانفصال الهلال عن شعاع الشمس يختلف باختلاف الأقطار كما أن دخول الوقت وخروجه يختلف باختلاف الأقطار حتى إذا زالت الشمس في المشرق لا يلزم منه أن تزول في المغرب وكذا طلوع الفجر وغروب الشمس بل كلما تحركت الشمس درجة فتلك طلوع فجر لقوم وطلوع شمس لآخرين وغروب لبعض ونصف ليل لغيرهم (تبیین الحقائق شرح کنزالدقائق ټوک1 مخ321)
اوعلامه شامي رحمه الله لیکي:
(وَاخْتِلَافُ الْمَطَالِعِ) وَرُؤْيَتُهُ نَهَارًا قَبْلَ الزَّوَالِ وَبَعْدَهُ (غَيْرُ مُعْتَبَرٍ عَلَى) ظَاهِرِ (الْمَذْهَبِ) وَعَلَيْهِ أَكْثَرُ الْمَشَايِخِ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى بَحْرٌ عَنْ الْخُلَاصَةِ
(فَيَلْزَمُ أَهْلَ الْمَشْرِقِ بِرُؤْيَةِ أَهْلِ الْمَغْرِبِ) إذَا ثَبَتَ عِنْدَهُمْ رُؤْيَةُ أُولَئِكَ بِطَرِيقٍ مُوجِبٍ كَمَا مَرَّ، وَقَالَ الزَّيْلَعِيُّ: الْأَشْبَهُ أَنَّهُ يُعْتَبَرُ لَكِنْ قَالَ الْكَمَالُ: الْأَخْذُ بِظَاهِرِ الرِّوَايَةِ أَحْوَطُ. (شامي ټوک 2 مخ 393)