روژه او اعتکاف

په پیچکارۍ باندې روژه ماتیږي او که نه ؟

(فتواشمیره:78)

پوښتنه:

مفتي صاحب په ستن (پیچکاري) لګولو سره روژه ماتیږي که نه ؟

(پوښتنه کونکی: قادرخان – افغانستان )

الجواب وبالله التوفیق

(1)د پیچکارۍ مسئله یوه مهمه مسئله ده ، او عام خلک هم پریشانه وي چې کله مختلف جوابات واوري ، نوزه غواړم چې دامسئله لږ تفصیلي واضحه کړم ،دپیچکارۍ مسئله داسې نه ده چې ددې مثالونه زمونږ متقدمینو فقهاو نه وي ذکر کړي ترڅو دمسئلې حل سخت او مشکل شي .

(2)زمونږ دمذهب حنفي فقهاء کرامو د عباراتو څخه دا څرګندیږي چې هرهغه شی چې دوا یا غدا دمنافذ طبعیه و (یعنې دانسان په بدن کې چې کوم طبعي سوري دي لکه خوله ، پزه ، غوږ ، لاندې لار ) په واسطې معدې یا دماغوته داخل شي نو روژه ورباندې فاسدیږي

او که دوا یا غذا وغیره دمساماتو (یعنې په څرمن کې چې کوم واړه واړه سور دي ) یا د رګونو په واسطې بدن یا دماغو ته داخل شي نو بیا روژه نه ماتیږي.

او پیچکاري هم یا دمساماتو (کوچنۍ لارې چې کومې داخل دبدن ته رسیدلې) او یا د رګ (چې دادمساماتو په نسبت عټې او زر رسونکې لارې دي داخل دبدن ته ) په واسطه بدن ته داخلیږي. نو روژه ورباندې نه ماتیږ درګ پیچکاري وي او که دغوښې .

البته بغیر دضرورت نه صرف دتقویت د بدن لپاره پیچکاري کولو سره روژه مکروه کیږي لکه بغیر دضرورت نه دتقویت بدن لپاره لامبل چې مکروه دي.

ددې نور مثالونه هم شته لکه:

خپل سر په تیلو غوړول چې دماغو ته یې فایده رسیږي ، یا په سترګو کې رانجه یا دوایي اچول اګر چې رنګ یا مزه یې په حلق کې محسوس شي بیا هم روژه نه ماتیږي ځکه چې دا دمساماتو او کوچنیو کوچنیو رګونو په واسطه بدن ته داخلیږي. نو دغه شان حکم د پیچکاري هم دی.

فتح العین ټوک 1 مخ 431 کې لیکي:

لان المفطر انما هو الداخل من المنافذ ولهذا اتفقوا علی من اغتسل فوجد برد الماء فی باطنه لایفطر.

او امام سرخسي صاحب په مبسوط کې لیکلي:

وإن وصل عين الكحل إلى باطنه فذلك من قبل المسام لا من قبل المسالك إذ ليس من العين إلى الحلق مسلك فهو نظير الصائم يشرع في الماء فيجد برودة الماء في كبده وذلك لا يضره وعلى هذا إذا دهن الصائم شاربه.

(المبسوط للسرخسي ټوک 3 مخ 67)

 

او په هدایه ټوک 1 مخ 217 باب مایوجب القضاء والکفارة کې دي:

والداخل من المسام لاینافي کمالو اغتسل بالماء البارد .

او علامه وهبة الزحیلي الفقه الاسلامي وادلته کې لیکي:

لایفسد الصوم عند الحنفیة بالحقن فی العضل او تحت الجلد او فی الورید .

(الفقه الاسلامي وادلته ټوک 3 مخ 1712 مبحث مایفسد الصوم ویوجب القضاء والکفارة)

اوعلامه کاساني رحمه الله بدائع الصنائع کې لیکلي دي:

وما وصل إلى الجوف أو إلى الدماغ من المخارق الأصلية كالأنف والأذن والدبر بأن استعط أو احتقن أو أقطر في أذنه فوصل إلى الجوف أو إلى الدماغ فسد صومه أما إذا وصل إلى الجوف فلا شك فيه لوجود الأكل من حيث الصورة وكذا إذا وصل إلى الدماغ لأن له منفذا ……. وأما ما وصل إلى الجوف أو إلى الدماغ عن غير المخارق الأصلية بأن داوى الجائفة والآمة فإن داواها بدواء يابس لا يفسد لأنه لم يصل إلى الجوف ولا إلى الدماغ ولو علم أنه وصل يفسد في قول أبي حنيفة وإن داواها بدواء رطب يفسد عند أبي حنيفة وعندهما لا يفسد هما اعتبرا المخارق الأصلية لأن الوصول إلى الجوف من المخارق الأصلية متيقن به ومن غيرها مشكوك فيه فلا نحكم بالفساد مع الشك . (بدائع الصنائع ټوک 2 مخ 243 فصل فساد الصوم)

 

(3) چې کله درګ وینې سره پیچکاري یو ځای شي نو وینه ورباندې غالبه شي نو ټول بیا دوینې حکم کې ګرځي لکه خوله کې لاړې او وینه چې وینه غالبه وي په لاړو او لاړې تیرې شي نو روژه فاسدیږي او که لاړې غالبې وي او لاړې تیرې شي نو روژه نه فاسدیږي .

په شامي کې دي:

أما إذا وصل فإن غلب الدم أو تساويا فسد، وإلا لا، إلا إذا وجد طعمه.

بزازية. واستحسنه المصنف وهو ما عليه الاكثر، وسيجئ . (شامي ټوک 1 مخ 145 باب مایفسد الصوم ومالایفسده )

 

(4) بعضې خلک وایي چې مقصد خوراک څکاک نه لوږه او تنده ختمیدل دي او دا په پیچکاري سره حاصلیږي نو ځکه روژه ماتیږي.

نو دایو غلط قیاس دی چې کوم دتصریحاتو دشریعت خلاف دی ، او دا ځکه چې ډیر داسې څیزونه شته چې مقصود باندې ورباندې حاصلیږي خو مفسد به نه وي :

لکه په اوبو لامبل ، په سر اوبه اچول لکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه هم ثابت دي ، په سنن نسائی کې دي:

عن رجل من أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم * أنه رأى النبي صلى الله عليه وسلم صائما في السفر يصب على رأسه الماء من شدة الحر (سنن نسائی حدیث نمبر142 صب الصائم الماء علی راسه)

 

دغه شاه که په هیره خوراک څکاک وشي روژه ورباندې نه ماتیږي ، اګر مقصد حاصل شو ، هغه داچې لوږه یا تنده ختمه شوه .

یا د یو نفر په دروژې په ورځ احتلام وشي ، نو خواهش مکمل شو مقصد حاصل شو بیا هم روژه نه ماتیږي ،

دغه رنګه که یو کس قصدا دود راکش کړ او تیر یې کړ نو روژه ماته ده او که قصدا نه وي بیا روژه نه ماتیږي ، اګر چې دلته هم مقصود حاصل شو.

یا دشلشمو دانه که سړی یې خوله کې واچوي او تیره یې کړي نو روژه ماتیږي او که په غاښونوکې نښتې وه او تیره یې شوه نه ماتیږي ، نو دلته هم مقصود حاصل شو چې معدې ته رسیدل دي خو بیا هم روژه نه ماتیږي .

او داسې څیزونه هم شته چې بدن ته داخل شي او مقصد هم پرې حاصل نه شي بیا هم روژه ماتیږي ، لکه کوچنۍ تیګه یا وسپنه یا بل مضر صحت څیز چې څوک یې تیر کړي خو بیاهم روژه ورباندې ماتیږي .

داټولې مسئلې فقهاو لیکلې دي ، نو ددینه دا معلومه شوه چې دا خبره کول چې پیچکارۍ سره مقصد حاصل شو باید روژه ماته شي غلطه ده او د نصوصو شرعیه و سره تعارض لري ، او خبره هغه صحیح ده چې کومه فقهاو یاده کړې چې دمنافذ طبعیه و (یعنې دانسان بدن کې چې کوم طبعي سوري دې ) دهغو لارو نه بدن ته دوا یا غذا دماغو یا معدې ته ورسیږي نو روژه ماتیږي او که منافذ طبعیه نه وي بلکه مسامات او غوښه یارګونه ، وي نه ماتیږي .

(5) بعضې حلک حدیث مبارک دلیل کې پیش کوي چې مسند ابویعلی ذکر کړیدی (الفطرمما دخل لیس مماخرج) نو داتقاضاکوي چې په پیچکاري هم څه داخل شي بدن ته نو روژه ماتیږي.

دااستدلال هم صحیح نه دی ځکه چې لفظ دمما دخل عام نه دی او دلیل ددې لپاره هغه مثالونه دي چې کوم په څلورم نمبر کې یاد شول.

او علامه شامي رحمه الله لیکي چې هغه داخلیدونکې څیز مراد دي چې دمنافذ طبعیه و له لاري وي ، فرمایي:

(والمفطر إنما هو الداخل من المنافذ للاتفاق على أن من اغتسل في ماء فوجد برده في باطنه أنه لا يفطر وإنما كره الإمام الدخول في الماء والتلفف بالثوب المبلول لما فيه من إظهار الضجر في إقامة العبادة لا لأنه مفطر (شامي ټوک 2 مخ 394)

او ددینه غیر فتاوی دارالعلوم دیوبند هندوستان په ټوک 6 مخ 259 او نو رو بیشماره فتاوو تصریح کړیده چې په پیچکاري روژه نه ماتیږي.

 

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close