
روژه او اعتکاف
په څومره اندازه سفر کولو باندې سړی شرعا مسافر ګرځي؟
(فتوا شمیره:79)
محترم مفتي صاحب په څومره اندازه سفر کولو باندې روژه خوړل رواګرځي.
(پوښتنه کونکی: عبدالهادي افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
کله چې څوک د خپل کلي ،ښارنه د 48 میله په اندازه چې 77 کیلو میتره جوړیږي د سفر اراده وکړي نو شرعا مسافر ګرځي ، نو بیا په دغه سفر کې به څلو رکاتي لمونځ خامخا دوه رکاته کوي او د روژې دنه نیولو اجازت هم شته خو که تکلیف نه وي نو روژه نیول بهتر دي .
لکه الله تعالی فرمایي وان تصوموا خیرلکم ان کنتم تعلمون . که تاسو روژه ونیسئ بهتره ده ستاسو لپاره که تاسو پوهیږی.
(آپ کے مسائل اوران کاحل ټوک 4 مخ77)