روژه او اعتکاف

په سرسایه کې څومره غنم یاد غنمو قیمت ورکول ضروري دي؟

(پوښتنه:81)

جناب مفتي صاحب سر سایه څومره ورکول ضروري ده ، په دې هکله معلومات راکړئ .

(پوښتنه کونکی: سرور – افغانستان )

الجواب وبالله التوفیق

سرسايه يا د فطر صدقه په هر هغه مسلمان سړی ،ښځه او نابالغ باندې واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونوڅخه علاوه د دومره مال لرونکی وی چه د زکات نصاب ته ورسيږي برابره خبره ده چې پردغه مال باندی کال تير شوی وي او که نه

د صدقه فطر اندازه نيم صاع غنم او يو صاع وربشی يا مميز دي

صاع د رسول الله صلي الله عليه وسلم په دور کې د پيمانې يو لوښی ؤ ، ورسته چې دغه پيمانه په وزن اندازه شوي ده د فقهاؤ تر منځ يې په مقدار کې اختلاف شته

مفتي اعظم پاکستان مولانا مفتي محمد شفيع د خپلو پلټنو او تحقيق څخه وروسته ثابته کړي چې نيم صاع پاو کم دوه سيره کيږي

همدارنګه د هند علماو هم نيم صاع پاو کم دوسره بللی

دغه پاو کم دوه سير د دارالعلوم ديوبندی لخوا څيړل شوي چې نوموړی مقدار له 1.666 کلو ګرام وزن سره سمون خوري

همداراز د افغانستان علماؤ له پخوا وختو څخه په مرکزي مناطقو کې د فطر اندازه خورد کم يو چارک غنم ټاکلی ده چې پدی مناطقو کې رواجی من څلور چارکه او يو چارک څلور پاوه او يو پاو بيا څلور خورده او همدا من له ۷ کلوګرام سره سمون خوری چې پدې حساب د فطر د صدقی اندازه 1.650کلو ګرام غنم کيږي. نو په فطر کې 1.650 کلوګرامه غنم ورکول یا ددغه مقدار غنمو قیمت ورکول ضروري دي ، او ددینه کم باندې صدقه فطر نه ادا کیږي .

البته د مفتي رشید احمد صاحب دتحقیق مطابق چې په رساله (بسط الباع في تحقیق الصاع) کې یې کړی دی دغنمو نه سرسایه پاو باندې دوه کیلو کیږي (2250 ګرامه)، نو که چا داحتیاط له مخې په دغه قول عمل وکړ نو ډیر بهتر به وي.

( فتاوای رحیمیه ج۵ صفحه ۱۷۴ – جواهر الفقه ج۱ صفحه ۴۲۴و محمود الفتاوی )

وَهِيَ وَاجِبَةٌ عَلَى الْحُرِّ الْمُسْلِمِ الْمَالِكِ لِمِقْدَارِ النِّصَابِ فَاضِلًا عَنْ حَوَائِجِهِ الْأَصْلِيَّةِ [الهنديه کتاب الزکاة الباب الثامن 1/191]

وَهِيَ نِصْفُ صَاعٍ مِنْ بُرٍّ أَوْ صَاعٌ مِنْ شَعِيرٍ أَوْ تَمْرٍ ، وَدَقِيقُ الْحِنْطَةِ وَالشَّعِيرِ [الهنديه کتاب الزکاة الباب الثامن 1/191]

تَجِبُ عَلَى حُرٍّ مُسْلِمٍ ذِي نِصَابٍ فَضَلَ عَنْ مَسْكَنِهِ وَثِيَابِهِ وَأَثَاثِهِ وَفَرَسِهِ وَسِلَاحِهِ وَعَبِيدِهِ [البحر الرائق باب صدقة الفطرو حاشيه الطحاوی علی مراقی الفلاح کتاب الرکاة باب صدقة الفطر ص 729 و الدر المختار کتاب الزکاة باب صدقة الفطر2/360]

قوله ( ومقدار الواجب ) هو نصف صاع من بر أو صاع من تمر أو شعير أو زبيب [حاشية على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح ج 1 ص 143]

والله اعلم بالصواب



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close