روژه او اعتکاف
آیا په روژه کې دخپلې ښځې سره په مستي کولو سره روژه ماتیږي؟
(فتوا شمیره:82)
پوښتنه:
محترم مولوی صاحب که څوک دخپلې میرمنې سره په رمضان کې ګپ شپ لګوي روژه یی ماتیږی که نه؟
(پوښتنه کونکی: بلال – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
په مذکوره سوال کې كه مراد د ګپ شپ څخه خبرې کول وي نو په خبرو اترو سره روژه نه ماتيږي اما که مراد ملاعبت او لوبې کول وي نو دې باره کې فقهاو ليکلي دي چې که څوک د خپلې ښځې سره ملاعبت او مستي لکه په شهوت سره ميرمنې ته لاس وړل. د ښځې ښکلول ، له ښځې سره بالشهوت مصافحه او معانقه کول (غاړه ورکول) وکړي او په دې سره يې انزال ونه شو نو روژه يې ماته نده. او که په ملاعبت سره یې انزال وشو نو روژه يې ماته ده صرف قضائي به راوړي کفاره ورباندې نشته.
خو دلته دا خبره د پام وړ ده چې ملاعبت کول د ښځې سره په روژه کې جايز دی او که نه؟ نو فقهاو ليکلي دي چې که په ملاعبت سره د انزال يا د جماع انديښنه وه نو بيا ملاعبت مکروه دی او که د انزال یا جماع انديښنه نه وه نو بيا بلا کراهية جايز ده .
۱: روى البخاري (1927) ومسلم (1106) عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُقَبِّلُ وَيُبَاشِرُ وَهُوَ صَائِمٌ وَكَانَ أَمْلَكَكُمْ لأرَبِهِ (أي حاجته) .
قال السندي :قَوْله ( يُبَاشِر ) أَيْ يَمَسّ بَشَرَة الْمَرْأَة بِبَشَرَتِهِ كَوَضْعِ الْخَدّ عَلَى الْخَدّ وَنَحْوه اهـ . فالمراد أنه يمس البشرة ، وليس المراد بالمباشرة الجماع .
۲: وَلَوْ جَامَعَ امْرَأَتَهُ فِيمَا دُونَ الْفَرْجِ فَأَنْزَلَ أَوْ بَاشَرَهَا أَوْ قَبَّلَهَا أَوْ لَمَسَهَا بِشَهْوَةٍ فَأَنْزَلَ يَفْسُدُ صَوْمَهُ ، وَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَلَا كَفَّارَةَ عَلَيْهِ .(۴/۲۲۳ بیروت)
۳: لو قَبَّلَهَا بِشَهْوَةٍ فَأَنْزَلَ فَسَدَ صَوْمُهُ لِوُجُودِ مَعْنَى الْجِمَاعِ بِخِلَافِ ما إذَا لم يُنْزِلْ حَيْثُ لَا يَفْسُدُ لِعَدَمِ الْمُنَافِي صُورَةً وَمَعْنًى (البحر الرائق کتاب الصوم باب مايفسد ۲/۴۷۶ رشيديه)
۴: وَإِذَا عَالَجَ ذَكَرَهُ بِيَدِ امْرَأَتِهِ فَأَنْزَلَ فَسَدَ صَوْمُهُ كَذَا فِي السِّرَاجِ الْوَهَّاجِ (العالمګیریه ۱/۲۰۴ کتاب الصوم الباب الرابع فيما يفسد و ما لا يفسد رشيديه و کذا فی النهر الفائق ۲/۲۲ امداديه ملتان)
۵: وَإِذَا قَبَّلَ امْرَأَتَهُ ، وَأَنْزَلَ فَسَدَ صَوْمُهُ مِنْ غَيْرِ كَفَّارَةٍ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔وَالْمَسُّ وَالْمُبَاشَرَةُ وَالْمُصَافَحَةُ وَالْمُعَانَقَةُ كَالْقُبْلَةِ ، كَذَا فِي الْبَحْرِ الرَّائِقِ . (الهدايه فی النَّوْعُ الْأَوَّلُ مَا يُوجِبُ الْقَضَاءَ دُونَ الْكَفَّارَةِ ص ۲۴۰ بیروت و کذا فی مراقی الفلاح ص ۶۶۶ )
۶: وَ كُرِهَ قُبْلَةٌ وَمَسٌّ وَمُعَانَقَةٌ وَمُبَاشَرَةٌ فَاحِشَةٌ إنْ لَمْ يَأْمَنْ الْمُفْسِدَ وَإِنْ أَمِنَ لَا بَأْسَ .(الدر المختار ۲/۴۱۷ و کذا فی النهر الفائق ۲/۲۷ و کذا فی الحر الرائق ۲/۴۷۶ باب ما يفسد الصوم و مالا يفسد رشيديه)
۷: ( وَلَا بَأْسَ بِالْقُبْلَةِ إذَا أَمِنَ عَلَى نَفْسِهِ ) أَيْ الْجِمَاعَ أَوْ الْإِنْزَالَ ( وَيُكْرَهُ إذَا لَمْ يَأْمَنْ ) لِأَنَّ عَيْنَهُ لَيْسَ بِمُفْطِرٍ وَرُبَّمَا يَصِيرُ فِطْرًا بِعَاقِبَتِهِ فَإِنْ أَمِنَ يُعْتَبَرُ عَيْنُهُ وَأُبِيحَ لَهُ ، وَإِنْ لَمْ يَأْمَنْ تُعْتَبَرُ عَاقِبَتُهُ وَكُرِهَ لَهُ (الهدايه ۱/۲۱۷ و کذا فی الدرالمختار ۲/۴۱۷ و البحر الرائق ۶/۱۹۱ بیروت و الجوهرة النيرة ۲/۲۸ بیروت و النهر الفائق ۲/۲۷ مکتبة امداديه ملتان)