زکات،سرسايه اوعشر
په سرسایه کې د غنمو په ځای پیسې ورکول روادي او که نه؟
(فتواشمیره: 83)
پوښتنه:
په سر سایه کې به نقدې پیسی ورکول کیږي او که غنم ، وریژی ، اوړه؟ په حدیث شریف کی خو پیسی نشته ؟
(پوښتنه کونکی: جلیبیب – افغانستان)
د احنافو په نز په فطرانه کې د غنمو په ځای قیمت ورکول هم جایزدي ، او دلیل ددې لپاره دبیهقي او دارقطني حدیث دی چې دعبدالله بن عمر رضی الله عنه نه نقل دی:
“أغنوهم عن السؤال في ذلك اليوم” او بعضې روایاتو کې دي “أغنوهم عن الطواف في ذلك اليوم”.
عموم ددې روایت دلالت کوي په ورکولو دقیمت باندې ، ځکه مقصود غني کول د فقراو دي.
بل روایت دمصنف ابن ابي شیبه دي:
حدثنا وكيع عن قرة قال: جاءنا كتاب عمر بن عبد العزيز: “في صدقة الفطر نصف صاع عن كل إنسان أو قيمته نصف درهم”، (مصنف ابن ابي شیبة کتاب الزکاة باب اعطاء الدراهم فی الزکاة .
دغه رنګه دابن خزیمه روایت دی:
عن محمد بن سیرین عن ابن عباس قال: امرنا رسول الله صلی الله علیه وسلم ان نؤدی زکاة رمضان صاعا من طعام عن الصغیر ، والکبیر ، والحر ، والمملوک ، من ادی سلتا قبل منه ، واحسبه قال: ومن ادی دقیقا قبل منه ومن ادی سویقا قبل منه. رواه ابن خزیمه (التلخیص الحبیرټوک 1 مخ 187 ) په حواله د اعلاء السنن ټوک 9 مخ 103.
او مصنف ابن ابي شیبة کې دي:
قال:حدثنا أبو أسامة ،عن عوف، قال: سمعت كتاب عمر بن عبدالعزيز إلى عدي بالبصرة:(يؤخذ من أهل الديوان من أعطياتهم ، عن كل إنسان نصف درهم) يعني زكاة الفطر(باب اخراج الدراهم فی زکاة الفطر)
ابواسحاق تابعي دی او دبعضې صحابه کرامو دورکې تیر شوی دی فرمایي چې ماخلک لیدلي چې په صدقه فطر کې به یې قیمت ورکولو ، فرمایي:
وعن أبي إسحاق قال: أدركتهم وهم يؤدّون في صدقة رمضان الدراهم بقيمة الطعام (مصنف ابن ابي شیبه)
او په بخاري کې دانس رضی الله عنه روایت نه هم جواز معلومیږي:
حدثنا محمد بن عبدالله قال: حدثني أبي قال: حدثني ثمامة أن أنسًا -رضي الله عنه- حدّثه أن أبا بكر -رضي الله عنه- كتب له التي أمر الله رسوله صلى الله عليه وسلم: « ومن بلغت صدقته بنت مخاض وليست عنده وعنده بنت لبون فإنها تقبل منه ويعطيه المصدِّق عشرين درهمًا أو شاتين، فإن لم يكن عنده بنت مخاض على وجهها وعنده ابن لبون فإنه يقبل منه وليس معه شيء. صحیح البخاري مخ 281-282 بیت الافکار) (