روژه او اعتکاف
ایا غاښ ویستل یا ډکول روژه خرابوي؟
(فتواشمیره:84)
پوښتنه:
ایا د غاښ ویستل یا ډکول روژه خرابوي اوکه نه ؟
الجواب وبالله التوفیق
د روژې ماتيدل او نه ماتيدل تر داسې شيانو پورې تعلق لری چې ستوني (حلق) ته ورسيږي اوتیر شي ، غاښ چونکې د حلق څخه پورته دی نود غاښ ډکول او ايستل په دې شرط چې وينه يا دوا تر حلق تيره نه شي جايز دي. ليکن په عامه توګه او اکثره د غاښ په ايستلو سره د وورۍ او د غاښ د ځای څخه زياته وينه راوځي نو د دې امکان شته چې وينه حلق ته ورسیږي نو بهتر او غوره دا ده چې که شديد ضرورت نه وي نو د غاښ ايستلو يا ډکولو او برمه کولو څخه دې ډډه وشي. ځکه چې کله کله دا د روژې د ماتېدو سبب ګرځي او کوم شيان چې د روژې د ماتېدو سبب ګرځي نو د کراهيت څخه خالي نه وي . له همدې کبله فقهاو ويلي دي چې که د غاښ ايستلو يا ډکولو ته اشد ضرورت وي نو ايستل او ډکول يې بلا کراهية جايز دی په دې شرط چې وينه يا دوا تر حلق تيره نه شي اما که اشد ضرورت نه وو نو بيا مکروه دي. او که چرته وينه يا دوا تر حلق تيره شي نو روژه يې ماته ده قضا یي ورباندې لازم ده ، کفاره پرې نشته .
۱: وَمِنْ هَذَا يُعْلَمُ حُكْمُ مَنْ قَلَعَ ضِرْسَهُ فِي رَمَضَانَ وَدَخَلَ الدَّمُ إلَى جَوْفِهِ فِي النَّهَارِ وَلَوْ نَائِمًا فَيَجِبُ عَلَيْهِ الْقَضَاءُ (رد المحتار على “الدر المختار : شرح تنوير الابصار”۲/۱۰۷)
۲: وَلَوْ أَكَلَ دَمًا فِي ظَاهِرِ الرِّوَايَةِ عَلَيْهِ الْقَضَاءُ دُونَ الْكَفَّارَةِ ؛ لِأَنَّهُ مِمَّا يَسْتَقْذِرُهُ الطَّبْعُ كَذَا فِي الظَّهِيرِيَّةِ (العالمګیریه ۱/۲۰۴ کتاب الصوم الباب الرابع فيما يفسد و ما لا يفسد رشيديه)
۳: أَوْ خَرَجَ الدَّمُ مِنْ بَيْنِ أَسْنَانِهِ وَدَخَلَ حَلْقَهُ ) يَعْنِي وَلَمْ يَصِلْ إلَى جَوْفِهِ أَمَّا إذَا وَصَلَ فَإِنْ غَلَبَ الدَّمُ أَوْ تَسَاوَيَا فَسَدَ وَإِلَّا لَا ، إلَّا إذَا وَجَدَ طَعْمَهُ بَزَّازِيَّةٌ (رد المحتار ۲/۱۰۷)