روژه او اعتکاف

په روژه کې د لاس عمل په واسطه که بدن نه مني خارج کړی شي نو صرف قضا ده کفاره نشته

(فتواشمیره:86)

پوښتنه:

محترم مولوي صاحب کہ یو څوک خپل ذکر(اله تناسل) ته په خپل لاس سرہ حرکت ورکړي اوبیا انزال وشي(مني بدن نه خارج شي) په دغہ صورت کې کفاره شته او که نه ؟

(پوښتنه کونکی: اسحاق شهزاد )

الجواب وبالله التوفیق

په روژه کې چې کله د ښځې سره د صحبت کولو نه غیر په بلې طریقې سره قصدا انزال وکړي ( یعنې دبدن نه مني خارج کړی شي) نو په هغې سره روژه ماتیږي چې صرف قضا ورباندې راځي کفاره ورباندې نشته ، کفاره صرف په جماع (دښځې سره صحبت کولو) باندې لازمیږي.

نو په رمضان المبارک میاشت کې داسې عمل کول سخته ګناه ده ، لکه څرنګه چې عامو وختونو کې داسې عمل کول ناروا دي ، او روژه ورباندې ماتیږي ، قضا به راګرځوي او کفاره ورباندې نشته.

ولو استمنى بكفه فعامة المشايخ أفتوا بفساد الصوم وهو المختار كما في القهستاني وفي الخلاصة لا كفارة عليه ولا يحل هذا الفعل خارج رمضان أيضا إن قصد قضاء الشهوة كذا في الكفاية عن الواقعات ا هـ من الشرح(حاشیة الطحطاوي علی مراقی الفلاح ټوک1 مخ 437باب في بیان مالایفسدالصوم)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close