طهارت او لمونځ

دښځې چې نفاس تیریدلو نه 15 ورځې بعد کومه وینه راځی ایاداحیض دی؟

(فتوا شمیره:87)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب السلام عليكم و رحمة الله و بركاته، محترمه که یوه  ښځه دخپل نفاس څلویښت ورځې پوره کړې وي بیا د پاکوالي په پنځه لسم تر شلم پوری دغه درمیان کې دې ښځی ته وینه شروع شي ، ایا دا وینه به ددې حیض وي که نه؟ او پدی حالت کی به روژه نیسی او لمونځ به کوي او که نه؟ . والسلام

(پوښتنه کونکی: عبدالحق – کابل افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

د نفاس تیریدلونه وروسته د 15 ورځو وقفې نه بعد چې کومه وینه راشي هغه حیض کې حسابیږي ، نو په یادشوي صورت کې که وینه د نفاس ختمیدو نه 15 ورځې بعد راغلې وي نودا حیض دی او لمونځونه ورباندې نشته او نه روژه نیولی شي.

وبيانه: امرأة كانت أيام حيضها، نفاسها أربعون يوماً عادة أصلية لها وأيام طهرها عشرون وأيام حيضها عشرة، فولدت فرأت الدم ثلاثين ثم طهرت خمسة عشر، ثم استمر بها الدم انتقلت عادتها في النفاس إلى ثلاثين، وفي الطهر إلى خمسة عشر وبقيت عادتها في الحيض عشرة، فتترك الصلاة من أول الاستمرار عشرة ثم تصلي خمسة عشر، وعلى هذا القياس فافهم، والله تعالى أعلم. (المحیط البرهاني ټوک 1 مخ 381الفصل التاسع فی النفاس)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close