طهارت او لمونځ

که د چا دواړه لاسونه پرې وي ، اودس به څنګه کوي ؟

د فتوې شمېره (۳۴۵)

پوښتنه :

که د چا دواړه لاسونه په اوږو کې پرې شوي وي ، استنجا او اودس په خپله نشي کولی ، نو دی به استنجا او اودس څنګه کوي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که د چا دواړه لاسونه په اوږو کې پرې شوي وي ، په استنجا کولو مکلف نه دی ، یعنې د استنجا پرته هم لمونځ کولی شي .

اودس طریقه یې دا ده چې خپل مخ دې د تیمم په نیت پر دېوال وڅولوي ، تیمم به یې وشي او لمونځ دې کوي . که د زخم له امله مخ پر دېوال نه شي څولولی ، د اوداسه پرته دې لمونځونه کوي .

البته که خپله مېرمن یې په خپله خوښه خدمت کول غواړي ، استنجا او اودس ورته کوي ، یا بل څوک ورته اودس کوي کولی یې شي ، زیاتو ثوابونو مستحق ګرځي . خو په چا زور نه شي کولی .


الدلیل علی ذلک :

(مقطوع اليدين والرجلين إذا كان بوجهه جراحة يصلي بغير طهارة) ولا يتيمم (ولا يعيد على الأصح)

الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۵۳ ، فروع صلی المحبوس بالتیمم



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close