نکاح ، طلاق او کورني مسائل
ایادخپلې ښځې شیدې تیرولو سره نکاح ماتیږي؟
(فتوا شمیره: 92)
پوښتنه:
سلامونه مو ومنئ. محترمه که څوک دخپلې میرمنې شیدې په سهوه کې تیرې کړي ښځه خو نه حرامیږي؟
(پوښتنه کونکی: محمد – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
دخپلې ښځې شیدې که خولې ته راشي نو تیرول یې حرام دي البته که تیرې شي نو حرمت ورسره نه راځې او په نکاح هیڅ اثر نه پریوځي. ځکه حرمت هغه وخت راځي چې شیدې څکونکی د دوه کالو عمر نه زیات نه وي.
قال العلامۃ الحصکفی:
ویثبت التحریم فی المدۃ فقط ولو بعد الفطام… ولم یبح الارضاع بعد مدتہ لانہ جزء آدمی والانتفاع بہ لغیر ضرورۃ حرام علی الصحیح۔ (الدرالمختار علی ہامش ردالمحتار ۲:۴۳۸ باب الرضاع)