طهارت او لمونځ
دخپل مینځي جنګ دوجې دجمعې لمونځ پریښودل
(فتواشمیره:93)
پوښتنه:
محترم مولوی صاحب زمونږ په کلي کې رواج دی چې د دوه کسانو مینځ کې جنګ وشي نو بیا امام پسی لمونځ نکوي وایي چې کوم کس سره دې کینه وي نو هغوی باید یو امام پسی لمونځ ونکړی داعمل روا دی که ناروا ؟
(پوښتنه کونکی: سلطان )
الجواب وبالله التوفیق
مسلمان سره په زړه کې کینه او بغض ساتل یقینا ګناه ده او دې نه توبه ویستل پکاردي او دا بهانه جوړول دجمعې لمونځ پریښودلو لپاره یوه شیطاني دوکه ده او د بغض او حسد سره سره یوه بله ګناه کې مبتلا کیدل دي چې هغه دجمعې لمونځ پریښودل دي .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: “لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَتُقَامَ، ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا فَيُصَلِّيَ بِالنَّاسِ، ثُمَّ أَنْطَلِقَ بِرِجَالٍ مَعَهُمْ حُزَمٌ مِنْ حَطَبٍ إِلَى قَوْمٍ لَا يَشْهَدُونَ الصَّلَاةَ، فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ بِالنَّارِ” (سنن ابن ماجه باب التغلیظ فی التخلف عن الجماعة)