متفرق مسا‌‌ئل

دپردۍ نجلۍ سره په پاک زړه محبت کول

(فتواشمیره: 96)

پوښتنه:

آيا په نني عصر کې يوې نجونې سره په په پاک زړه محبت يا((مينه)) کول څه حکم لري؟

 (پوښتنه کونکی:ساحل )

الجواب وبالله التوفیق

اختیاري مینه کول دپردۍ‎ نجلۍ سره شرعا حرامه ده، ، او داویل چې په پاک زړه سره مینه ده نو چې څوک غیر محرم سره قصدا عمدا مینه کوي هغه زړه پاک کیدای نشي ، البته که غیراختیاري د چامینه زړه کې راشي په هغې انسان مکلف نه دی ، خو دهغې اظهار او په هغې عملي قدم اخستل په ناجائز طریقې سره صحیح نه ده ، البته که اظهار یې هغه نجلۍ ته دنکاح او واده پیغام لیږلو په صورت کې وکړي نوبیا رواده.

ففي الصحيحين عن أبي هريرة رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا مدرك ذلك لا محالة، فالعينان زناهما النظر، والأذنان زناهما الاستماع، واللسان زناه الكلام، واليد زناها البطش، والرجل زناها الخطا، والقلب يهوى ويتمنى، ويصدق ذلك الفرج ويكذبه.

وقال الله تعالی :

{وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا}[الاسراء:32].



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close