ذبحه،قرباني،عقيقه

چې کله وروڼه سره شریک وي نو څو قربانۍ واجبیږي؟

(فتوا شمیره:97)

پوښتنه:

السلام علیکم

مولوي صاحب! په دې هیله چې روغ او جوړ یې! موږ پنځه وروڼه یو او درې ورونو مو ودونه کړي دي؛ خو دوه مجردان یو. الحمدالله پوروړي نه یو. پلار مو وفات شوی او الحمدالله مور مو ژوندۍ ده او هرکال قرباني زموږ مور کوي زما په شمول، پر موږ نورو قرباني لازمه ده او کنه؟

الجواب وبالله التوفیق

قرباني په هغه چا لازمه ده چې د نصاب مالک وي او نصاب د قربانۍ اووه نیمې تولې (  87.48 ګرامه) سره زر یا دوه پنځس نیمې تولې (612.36ګرامه) سپین زر یا ددې دقیمت په اندازه پیسې او یا دضرورت نه اضافي دکور څیزونه ، ځمکه ، موټر چې په ضرورت اصلي کې استعمال نه وي ، دقربانۍ واجب ګرځیدلو نصاب دی.

اوس په یاد شوي صورت کې که مور د نصاب مالکه وي نو قرباني ورباندې واجب ده او که نه وي او زامن ورته قرباني کوي نو بیا نفلي قرباني ده .

او وروڼو سره که په شریکه دومره پیسې وي چې په خپل مینځ کې تقسیم شي بغیر دپور نه هریو ته د نصاب په اندازه پیسې رسیږي نو په ټولو قرباني واجب ده او که داسې نه وي نو په یو هم قرباني کول لازم نه دي.

وأما شرائط الوجوب منها اليسار وهو ما يتعلق به وجوب صدقة الفطر دون ما يتعلق به وجوب الزكاة…. والموسر في ظاهر الرواية من له مائتا درهم أو عشرون دينارا أو شيء يبلغ ذلك سوى مسكنه ومتاع مسكنه ومركوبه وخادمه في حاجته التي لا يستغني عنها فأما ما عدا ذلك من سائمة أو رقيق أو خيل أو متاع لتجارة أو غيرها فإنه يعتد به من يساره (فتاوی عالمګیري ټوک 5 مخ 292 رشیدیه)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close