ذبحه،قرباني،عقيقهغير مصنف
دقرباني لپاره څومره پیسې لرل ضرروري دي؟
(فتواشمیره:98)
پوښتنه:
د قربانئ لپاره څومره پیسې لرل ضروري دي؟
(پوښتنه کونکی:عبد الله – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
قرباني په هغه چا لازمه ده چې د نصاب مالک وي او نصاب د قربانۍ اووه نیمې تولې ( 87.48 ګرامه) سره زر یا دوه پنځس نیمې تولې (612.36ګرامه) سپین زر یا ددې دقیمت په اندازه پیسې او یا دضرورت نه اضافي دکور څیزونه ، ځمکه ، موټر چې په ضرورت اصلي کې استعمال نه وي ، دقربانۍ واجب ګرځیدلو نصاب دی .
وأما شرائط الوجوب منها اليسار وهو ما يتعلق به وجوب صدقة الفطر دون ما يتعلق به وجوب الزكاة…. والموسر في ظاهر الرواية من له مائتا درهم أو عشرون دينارا أو شيء يبلغ ذلك سوى مسكنه ومتاع مسكنه ومركوبه وخادمه في حاجته التي لا يستغني عنها فأما ما عدا ذلك من سائمة أو رقيق أو خيل أو متاع لتجارة أو غيرها فإنه يعتد به من يساره (فتاوی عالمګیري ټوک 5 مخ 292 رشیدیه)