طهارت او لمونځ

مسبوق به امام سره سجده سهوه کوي خوسلام به نه ګرځوي

(فتوا شمیره:102)

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته:

 مسبوق که په داسې امام پسې اقتدا وکړي چې پر هغه سجده سهوه  وي نودغه مسبوق به دغه امام سره سلام ګرزوي که به يۍنه ګرزوي؟ يعني سلام دسجدې سهوې.

(پوښتنه کونکی: بلال احمد – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

که چانه رکعت تیرشوی وي او امام سره په جمع کې شریک شي او امام باندې سجده سهوه واجب وي نو دغه مقتدي به امام سره په سجده سهوه کې شریکیږي البته سلام به ورسره نه ګرځوي.

په بحرالرائق کې دي:

ثم المسبوق إنما يتابع الإمام في السهو لا في السلام فيسجد معه ويتشهد فإذا سلم الإمام قام إلى القضاء فإن سلم فإن كان عامدا فسدت وإلا فلا ولا سجود عليه إن سلم قبل الإمام أو معه وإن سلم بعده لزمه لكونه منفردا حينئذ (بحرالرائق ټوک 2 مخ100 سعید)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close