نکاح ، طلاق او کورني مسائل

دشیدې څکونکې نجلۍ دبلې خورسره د شیدې ورکونکې ښځې زوی واده کولای شي

(فتوا شمیره: 103)

پوښتنه:

السلام عليکم: محترمه زما سوال دادی چې زمامور ما اوزما د خاله لورته تی راکړی دی اوس د دغه انجلۍ چې ماتی ورسره رودلی دى تر دغې مشره خورده ماته یې په نکاح راکوي آيا زما نکاح ور سره صحيح ده که نه؟

 (پوښتنه کونکی: بلال احمد، قندهار ، افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

کله چې یوه نجلۍ د یوې ښځې شیدې وڅکي نو دغه نجلۍ د دغه ښځې په ټولو زامنو حرامه ده ځکه دايي رضاعي خورده او د شیدې ورکونکې ښځې زامن ددغه نجلۍ رضاعي وروڼه دي . البته د دغه شیدې څکونکې نجلۍ نورو خویندو ته د دغه شیدو څکلو د وجې کوم حرمت نه منتقل کیږي،نو که دغه د شیدې ورکونکې ښځې یو زوی د دغه شیدې څکونکې نجلې بلې خور سره واده کوي نو کولای یې شي.

نو په یاد شوي صورت کې تاسو کولای شئ چې د دغه نجلۍ خور سره واده وکړئ.

بدائع الصنایع کې امام علاء الدین الکاساني رحمه الله فرمایي:

وكذا يجوز للرجل أن يتزوج أخت أخته من الرضاع (ټوک 4 مخ 2)

او په فتاوی عالمګیري:

وتحل أخت أخيه رضاعا كما تحل نسبا مثل الأخ لأب إذا كانت له أخت من أمه يحل لأخيه من أبيه أن يتزوجها كذا في الكافي (ټوک 1 مخ 342 کتاب الرضاع)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close