ذبحه،قرباني،عقيقه

د قربانۍ نصاب او قرباني په چا واجب ده

(فتوا شمیره:104)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب السلام علیکم :

دقربانۍ نصاب څومره دی؟ او قرباني په چا باندې واجبیږي؟

(پوښتنه کونکی: عبدالرؤف کابل افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

1– پنځه ۵ اوښان یا ۳۰ غواګانې،میښې یا ۴۰ میږې،ووزې دي .

2-  په سروزروکې اووه نیمې تولې (  87.48 ګرامه) سره زرکه استمال کې وي اوکه ساتلي یې وي .

3-  په سپینوزروکې ۵۲.5 دوه پنځوس نیمې تولې (612.36ګرامه) سپین زر اویاددې د قیمت په اندازه دهغه ملک مروجه پیسې چې ورسره وي.

 4-  تجارتي مالونه که په هرصورت کې وي چې قیمت دخرڅولويې دسپینوزرو نصاب ته رسیږي نصاب دی.

5-  که دچاقرض ورباندې وي هغه به دسرمایې نه منفي کیږي که دهغې نه باقي پاتې نصاب ته رسیدلو نوقرباني ورباندې شته ورنه نشته.

6-  سړی وي اوکه ښځه چې دنصاب خاوند وي قرباني ورباندې واجب ده.

7-  حاجت اصلي یاضرورت نه اضافي اشیا:

حاجت اصلي ياضرورت اصلي نه هغه څیزونه مراد دي چې هغه دعزت او ابرو سره تعلق لري لکه خوراک ، څښکاک ، جامې ، داوسیدلولپاره یو کور،دکورداستعمال څیزونه ، دکسب ګر لپاره دکسب سامان یاداسې نور.

8-  که دضرورت اصلي نه زیاتی کور، سپرلۍ لکه موټر،موټرسائکل وغیره اوپه کورکې داسې سامان چې په کال کې یې استعمال ته ضرورت نه پیښیږي که نصاب ته رسیږي قرباني پرې واجب ده.

9- دکورداستعمال یاذاتي استعمال لپاره موټرپه نصاب کې نه داخلیږي البته که دخرڅولوپه نیت یی اخستی وي نوبیامال تجارت کې داخل دی .

10-  کوم موټرچې سپرلۍ پرې وړي اودامدن ذریعه یې وي نوداهم حاجت اصلي کې استعمال دی لهذا نصاب کې نه شماریږي.

11-  کوم کورچې په کرایه ورکړل شوی وي یا هغه ځمکه جائداد چې مالک په کې زمینداري کوي اوددې نه غیر بل امدن نه لري اودومره امدن یې وي چې دکال ګزاره یې پرې کیږي اوبچت نه کوي نوپه ضرورت اصلي کې راځي نصاب کې نه شماریږي، اوکه سالانه بچت پکې کیږي نودبچت په اندازه دځمکې ، کورقیمت به نصاب کې حسابیږي.

12- په قربانۍ نصاب باندې کال تیریدل ضروري نه دي بلکه دلوی اخترددریمې ورځې ترلمرپریواته پورې که نصاب لاس ته ورغی نوقرباني ورباندې واجب ده.

13-  په شریک کورکې که دومره سرمایه وي چې په وروڼوتقسیم شي هریوته نصاب رسیږي نوپه ټولو قرباني لازمه ده ورنه نه ده واجب.

14-  که پلاراووروڼه وي اودپیسواختیارات اوراجمعه کیدل ټول پلارسره وي نوصرف دپلار قرباني کافي ده. اوکه واک اختیارپلارسره نه وي نوبیا دنصاب په صورت کې په ټولو زامنوقرباني واجب ده ، اوکه پلاردنصاب خاوندوي په پلارباندې جداقرباني واجب ده ، اوپه دې صورت کې صرف پلار ته قرباني کولو سره دزامنو ذمه نه خلاصیږي.

15-  كه واك اواختياردپیسودزامنواوپلارمینځ کې سره برابروي نوکه شریک مال دومره وي چی تقسیم شي هریو ته پوره نصاب رسیږي نو په ټولو باندې قرباني لازمه ده.

16-  يونفرچې څومره هم زيات مال ورسره وي صرف یوه قرباني پرې واجب ده .

17-  که په چاقرباني واجب نه وي اودچانه قرض پیسې اخلي اوقرباني پرې کوي قرباني یې کیږي البته داسې کارکول ښه نه دي.

18-  دمتوفی لپاره قرباني کول جائزده اوثواب یې ورته رسیږي. اوکه څوک دډیرو مړو لپاره یوه قرباني کوي هم جائزده ځکه دمیت لپاره قربانۍ کې مقصود ایصال ثواب وي .

19-  که په چا قرباني واجب وي اوبل څوک یې دده له طرفه وکړي اوده نه اجازت وانخلی نوقرباني دهغه بل نفر له طرفه نه ده شوي.

20-  دښځې مهر که دمیړه په ذمه باندې وي اونصاب ته رسیږي نوترڅوپورې چې ښځې قبضه کړی نه وي قرباني پرې نه ده واجب ، البته که مهر معجل وي اوخاوند هم مالدار وي اود مهرادا کولو نه انکارنه کوي نوبیاپه ښځې قرباني واجب ده.

21-  كه په یوڅاروي کی اووه کسان شریک وي اویوکس په کې وفات شي نودمتوفا د ذمې نه قرباني ختمه شوه ، اوس دغه قرباني دوارثانوملکیت وګرځیده نوکه وارثان اجازت ورکړي قرباني دمیت له طرفه صحیح شوه اوکه اجازت ورنه کړي اویاپه وارثانوکې صغیروي اوقرباني وشوه نودټولو قرباني نه ده شوې.

22-  غریب باندې قرباني واجب نه ده البته که دقرباني لپاره یې څاروی واخستلو اوهغه مړشو نوبله قرباني ورباندې نشته ، اوکه صاحب نصاب وي څاروی یې واخستو اومړشو نوبله قرباني ورباندې واجب ده.

23-  که دغریب دقربانی څاروی ورک شوبل ورباندې نشته البته که بل یې واخستلو اوداخترپه ورځوکې هغه ورک هم راپیدا شو نوددواړو قرباني ورباندې واجب ده ، اوکه دنصاب مالک سره داسې وشول نوبیا صرف یوه قرباني ورباندې واجب ده.

24-  که غریب دقربانی لپاره څاروی واخلي دهغې بدلول اوخرڅول جائزنه دي البته که مالدار اوصاحب نصاب وي نوبیایې بدلول اوخرڅول جائزدي، اوکه خرڅولوکې یې ګټه وکړه نوهغه زیاتي پیسې دې صدقه کړي.

25-  که دغریب دقربانۍ څاروی دقربانۍ نه مخکې عیبجن شي نوهمدا څاروی به قرباني کوي البته که دنصاب مالک وي نوبله قرباني ورباندې لازمه ده.

26- که په یوڅاروي کې داوو کسانو نه کم شریک شول او یو په کې غریب هم وي او دنور کسانو دشریکولو نیت یې نه وي کړی نوبل کس نشي شریکولای البته که ټول صاحب نصاب وي نو نورکسان تر اوو پورې شریکولای شي.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close