ذبحه،قرباني،عقيقه

هغه عیبونه چې هغه څاروي کې وي قرباني ورباندې نه صحیح کیږي

(فتوا شمیره:105)

پوښتنه:

کوم عیبونه چې په څاروي کې وي قرباني ورباندې نه صحیح کیږي؟ که تفصیلا ولیکئ مهرباني به مو وي.

(مستفتي: عبدالقدوس ،ننګرهار،افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

لاندیني عیبونه چې په څاروي کې وي قرباني ورباندې نه صحیح کیږي.

غاښونه:

چې اکثر غاښونه وي قرباني صحیح ده او که اکثر یا ټول غاښونه نه وي بیا قرباني جائز نه ده.

ژبه:

چې دومره ژبه کټ شوې وي چې څاروی خوراک ورباندې نشې کولای قرباني ورباندې جائز نه ده.

پوزه:

چې دریمه حصه یا دهغې نه زیاته پوزه پرې شوې وي قرباني پرې نه کیږي او که ددریمې حصې نه کمه پرې شوې وي بیا ورباندې قرباني صحیح ده.

سترګې:

که په دواړو سترګو يا یوه سترګه باندې څاروی ړوند وي قرباني پرې نه صحیح کیږي او دغه شان که دیوې سترګې نظر یې ددریمې حصې یا ددې نه زیات کم وي بیا هم قرباني ورباندې نه روا کیږي.

ښکرونه:

که دیو څاروي ښکر د بیخ نه مات شوی وي چې کنده ښکاري نو بیا قرباني ورباندې نه کیږي او که خولۍ د ښکر ماته شوې وي او لاندې ښکر ویخ روغ وي بیا قرباني ورباندې صحیح ده.

غوږونه:

چې پیدائشي دواړه یا یو غوږ نه وي او یا وي خو دریمه حصه کټ شوی وي او یا هم طولا څیرې شوی وي چې زوړند ښکاري قرباني ورباندې نه صحیح کیږي ، او که پیدائشي غوږونه وي خو بالکل واړه وي بیا قرباني پرې کیږي.

لکۍ:

کله چې دیو څاروي لکۍ دریمه حصه یا ددې نه زیاته کټ شوې وي قرباني ورباندې جائز نه ده او که ددریمې حصې نه کمه کټ شوې وي بیا ورباندې قرباني صحیح ده.

پښه:

په پښه باندې یو څاروی داسې ګوډ دی چې دتللو په وخت کې دغه پښه په ځمکه نشي لګولی قرباني ورباندې شرعا جائز نه ده او که د تللو په وخت کې یې په ځمکه لږولی شي بیا قرباني ورباندې کیږي.

پوستکی:

که په څاروي باندې داسې بخار (خارخ) وي چې دهغې له وجې کمزوری شوی وي بیا قرباني پرې جائز نه ده.

تی:

که دیو څاروي نیم یا نیم نه زیات تیونه خراب وي قرباني پرې جائزنه ده.

کمزوري:

که یو څاروی داسې کمزوری وي چې دپښو په هډوکو کې مازغه نه وي او یا دومره کمزوري وي چې دقربانۍ ځای ته خپله نشي تلی ، قرباني ورباندې نه صحیح کیږي .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close