طهارت او لمونځ

د پټکي په ول باندې سجده کول

(فتواشمیره:109)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب بعضې خک د پټکي په ول باندې سجده کوي نو ایا دغه لمونځ کیږي او کنه؟

(پوښتنه کونکی: نظرمحمد- لغمان – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

بغیر دعذر نه دپټکې په ول باندې سجده کول مکروه تنزیهي دي یعني ښه خبره نه ده خو لمونځ یې شوی دی البته اول شرط دادی چې دپټکي ول په تندي راتاو شوی وي او سجده ورباندې وشي او که ول په سر راتاو شوی وي او سجده وکړي او په سجده کې تندی د ځمکې نه اوچت وي بیا لمونځ نه دی شوی، او دوهم شرط دادی چې په ول باندې دسجدې په وخت کې د ځمکې سخت والی محسوس کړي او که پټکی سست تړل شوی وي او په تندي باندي ولونه نرم راتاوشوي وي چې په سجده کې د ځمکې هغه سخت والی نه محسوسیږي بیا لمونځ نه دی شوی.

(كما يكره تنزيها بكور عمامته) إلا بعذر (وإن صح) عندنا بشرط كونه على جبهته) كلها أو بعضها كما مر (أما إذا كان) الكور (على رأسه فقط وسجد عليه مقتصرا) أي ولم تصب الارض جبهته ولا أنفه على القول به (لا) يصح لعدم السجود على محله، وبشرط طهارة المكان، وأن يجد حجم الارض والناس عنه غافلون  (درمختارټوک 1 مخ 69 باب صفة الصلاة)

فإن اقتصر في سجوده على أحدهما أي على الجبهة أو الأنف أو على كور عمامته أي دورها جاز مع الكراهة عند الإمام وعند الشافعي لا تجوز السجدة عليه والخلاف فيما إذا وجد حجم الأرض أما بدونه فلا إجماعا (مجمع الانهر شرح ملتقی الابحرټوک1 مخ 147)

والخلاف فيما إذا وجد حر الأرض، أما بدونه فلا يجوز إجماعا، وتفسير وجدان الحر ما قالوا أنه لو بالغ [……] رأسه أبلغ من ذلك. وفي ” المفيد “: لو سجد على الجبهة بحائل يتصل به يتحرك بحركته في القيام أو القعود لا يجوز، واتفقوا على سقوط مباشرة الأرض في بقية الأعضاء غير الجبهة لحديث ابن مسعود(بنایه ج2 ص242)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close