تجارت
په قسطونو خرڅ شوی موټر په کم قیمت واپس کول
(فتواشمیره:110)
پوښتنه:
مفتي صاحب یوه پوښتنه لرم ، که یوسړی په چا موټر خرڅ کړي په قسطونو باندې او بیا هغه مشتري څه وخت وروسته د قسطونو ورکولو نه عاجز شي یعنې نیمې پیسې ېې رسولې وي او نیمې پاتې وي نو دغه کس واپس ورنه موټر په کم قیمت واخلي ایا دا رواده؟
(پوښتنه کونکی: انورشاه ـ بغلان)
الجواب وبالله التوفیق
که یو سړی په بل چایو څیز په نیټه خرڅ کړي او هغه مشتري ، خرڅونکي ته پوره پیسې نه وي رسولي نو په دې حالت کې که همدغه خرڅونکی دغه څیز واپس اخلي نو که د مخکیني قیمت نه یې په زیات اخلي یا یې په همغه مخکیني قیمت اخلي روا ده ، او که دمخکیني قیمت نه یې په کم قیمت اخلي بیا روا نه ده ، البته که په دغه څیز کې نقصان راغلی وي نو بیا یې د مخکیني قیمت نه په کم اخستلی شي.
نو په یاد شوي صورت کې که موټر د مخکیني قیمت نه په کم اخلي روا نه ده البته که موټر کې نقصان راغلی وي بیا یې په کمو پیسو اخستل جائز دي ، او که نقصان پکې نه وي راغلی بلکې نرخ راپریوتلی وي دیته نقصان نه ویل کیږي.
علامه ابن نجیم الحنفي په بحرالرائق کې لیکي:
( وشراء ما باع بالأقل قبل النقد ) أي لم يجز شراء البائع ما باع بأقل مما باع قبل نقد الثمن… وقيد بما باع لأن المبيع لو انتقص خرج أن يكون شراء ما باع فيكون النقصان من الثمن في مقابلة ما نقص من العين سواء كان النقصان من الثمن بقدر ما نقص منها أو بأكثر منه…. ولا بد أن يكون النقصان فيها من حيث الذات لأن العين لو نقصت قيمتها بتغير الأسعار لم يجز الشراء بالأقل لأن تغيير السعر غير معتبر في حق الأحكام لأنه فتور في الرغبات لا فوات جزء) بحر الرائق ټوک6 مخ90)