تجارت

وارثان چې دمړي قرض نه ادا کوي

(فتواشمیره:111)

پوښتنه:

بسم الله الرحمن الرحيم:

 د دارالافتاء ډيرمحترم مفتي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته الله جل جلاله مو په علم او عمر کې برکت واچوه . پوښتنه : محترم مفتي صاحب ! زه يو تن حاجي اصيل خان د شيرمحمدخان زوى د پکتيا ولايت سيدکرم ولسوالۍ اوسيدونکى په قوم منګل په عربي اماراتو کې يو تن ته چې حاجي نورافضل نوميده (٦٠٠٠٠) شپيته زره د هغه ملک ( اماراتو ) روپۍ په قرض حسنه ورکړې ، دوى دا وعده وکړه چې زه به دا تاسو ته په يوه او يا نيمه مياشت کې درکړم ، مقدره دا وه چې حاجي صاحب باندې په جاپان کې کرينګ چپه شو حاجي صاحب وفات شو. د پښتو د دود سره سم ما دده ورثه وو ته هريو : روح الله ، امرالله ، نورالله وروڼه او تره يې جميل سمدستي يادونه ونکړه تر څو د مړي د وفات مراسم تير شول ما دې ته غوږ ونيو چې دوى شايد پدغه قرض باندې احساس وکړي ځکه چې په دغه قرض باندې دده ټوله کورنۍ خبره وه ، لکن دوى تر يوه کاله پورې څه و نه ويل اخر مونږ ورغلو نو يو ورور يې وويل زه کشر يم مشر نه به معلومات وکړم ، بل ورور يې وويل چې مرحوم ( وفات شوى ) ويل يې چې زه کوشش کوم چې ور يې کړم نو ممکن هغه درکړي وي ، لکن هر يوه خپله نظريه درلوده ، بل ورور به يې ويل چې تاسو دومره وخت ولې پوښتنه نه کوله . زه حاجي اصيل خان په دې ګواهان هم لرم چې هغه باندې زما پيسې وې ، کله چې هغه وفات شو وروڼه يې غلي شول اوس زما حق نه راکوي . بنا په دې ستاسو درانه حضورته عارض شو تر څو زما حق د شريعت په اصولو ددغه ورثه وو نه واخيستل شي . اجرکم على الله 2016-10-12

(پوښتنه کونکی: حاجي اصیل خان ، سیدکرم ، پکتیا، افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

کله چې یو کس وفات شي نو دده دمال جائداد نه به اول کفن دفن پوره کیږي او بیا دهغې نه وروسته به قرضدارانو ته دهغوی قرضونه ورکول کیږي او که وصیت یې کړی وي او مال پاتې شو نو په دریم نمبر کې د دریمې حصې دمال پورې به وصیت پوره کیږي او که نورمال ، جائداد پاتې شو بیا به هغه د وارثانو په مینځ کې تقسیمیږي.

او قرض دبنده حق وي او نبي علیه السلام به په هغه چا جنازه نه کوله چې قرض به ورباندې و اود ادا کولو به یې څوک نه و ،او نبي علیه السلام فرمايي چې”نَفْسُ المُؤْمِنِ مُعَلَّقةٌ بدَيْنِهِ حتَّى يُقْضَى عنهُ” په چا چې قرض وي د هغه روح د جنت ته داخلیدلو نه ایسار وي او دغه شان دده روح دنیکانو صالحانو په روحونو کې نشي داخلیدلای ترڅو چې دهغه قرض نه وي خلاص شوي.

اوس په یاد شوي صورت کې چې کله ستاپه نورافضل باندې قرض و او په دې درسره شاهدان هم شته او تاته یې نه دی ادا کړی ، نو ته د میت په مال کې دوارثانو نه شرعا دمطالبې حق لرې او چې وارثان یې نه درکوي نو هغوی ظلم کوي لهذا ته کولای شې چې ددغه علاقې سپین ګیري او علماء د جرګې په شکل ورولیږې او یا هم په علاقه کې قدرت والا خلکو ته عارض شې.

قال علماؤنا رحمهم الله تتعلق بترکة المیت حقوق اربعة مرتبة ، الاول یبدأ بتکفینه وتجهیزه من تبذیر ولاتقتیر ثم تقضی دیونه من جمیع مابقی من ماله ثم تنفذ وصایاه من ثلث مابقی بعد الدین ثم یقسم الباقي بین ورثته بالکتاب والسنة واجماع الامة. (السراجي مخ 2-3)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close