ګروي،سود،وقف
په بانک کې پیسې ایښودل
(فتواشمیره:112)
پوښتنه:
محترم مفتی صاحب په بانکونو کي پیسی کیښودل روا دی که نا روا ؟
(پوښتنه کونکی: سلام خان ، افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
بانکونه په پیسو باندې عموما سودي کاروبار کوي ، نو بغیر د سخت ضرورت نه په بانک کې پیسې ایښودل روا نه دي ، البته که سخت ضرورت پیښ شي چې سړی پیسې نشي ساتلی او د ضائع کیدلو خطر وي او بله څه لاره نه وي نو بیا په بانک کې پیسې ایښودل روادي خو په دې شرط چې سودي اکاونټ کې به یې نه ږدي که دامانت والا اکاونټ وي هغې کې دې کیږدي او که نه وي نو هغه اکاونټ کې به یې ږدي چې په هغې سود نه ورکول کیږي.
لکه الله تعالی فرمايي «احل الله البیع وحرم الربوا» سورة بقره ایت 275.
او بل ځای فرمايي «ولاتعاونو علی الاثم والعدوان» سورة مائده ایت 2.
او بل ځای فرمايی « وقد فصل لکم ماحرم علیکم الاما اضطررتم الیه» سورة انعام ایت 119.