متفرق مسا‌‌ئل

دچاچې اول لور پیداشي

(فتوا شمیره:114)

پوښتنه:

خلک وایی چې د کومې ښځې اول بچی جلکۍ وي نو دا ښځه بختوره وي. محترم مفتي صاحب دا خبره حقیقت لري ؟

(پوښتنه کونکی: قادرمحمد – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

یادشوی مضمون دابن عساکر او کنزالعمال په روایاتو کې شته ، خو دواړه روایات کمزوري دي ،البته دنجونو دتربیت او کفالة په سلسله کې نور صحیح روایات شته لکه نبی علیه السلام فرمایي:

 ( مَنْ عَالَ جَارِيَتَيْنِ حَتَّى تَبْلُغَا جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَنَا وَهُوَ وَضَمَّ أَصَابِعَهُ ) رواه مسلم

نبي علیه السلام فرمايي چې څوک ددوه نجونو تربیت او کفالت وکړي تردې چې هغوی بالغې شي نودقیامت په ورځ به دغه سړی راشي په داسې حال کې چې دواړه به سره یو ځای یو ، اودغه وخت کې نبي علیه السلام دواړه ګوتې سره یو ځای کړې او اشاره یې وکړه چې داسې به سره یو ځای یو.
وقوله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( مَنْ كَانَ لَهُ ثَلَاثُ بَنَاتٍ أَوْ ثَلَاثُ أَخَوَاتٍ أَوْ ابْنَتَانِ أَوْ أُخْتَانِ فَأَحْسَنَ صُحْبَتَهُنَّ وَاتَّقَى اللَّهَ فِيهِنَّ فَلَهُ الْجَنَّةُ ) رواه الترمذي وأبو داود.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې څوک درې لورګانې او یا درې خويندې او یادوه لورګانې یادوه خویندې لري او دهغوی سره ښه سلوک کوي او دهغوی باره کې دالله نه یریږي نو ددغه کس لپاره په اخرت کې جنت دی.

  



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close