نکاح ، طلاق او کورني مسائل

دمهر کمه اندازه څومره ده؟

(فتواشمیره:115)

محترم مفتي صاحب ! داچي د شرعي مهر  کمه اندازه په کتابونوکې لس درهم ښودل شوې ، نو اوس به موږ دغه اندازه قیمت په افغانیو یا کالدارو څنګه معلوموو؟ او څومره اندازه کفایت کوي ؟

پوښتنه کونکی:‎بهار جان- کابل – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

د مهر کمه اندازه شریعت کې لس درهمه یا د لس درهمو د وزن مطابق سپین زر او یا دهغوی قیمت  ښودل  شوی او تر دې باید کم نه وي  ، لس درهمه تقریبا دوې تولې او اوه نیمې ماشې وزن لري اوکه یې په اوربشو اندازه شي نو یو درهم د 70 میانه اوربشو وزن لري  . او که په ګرامونو باندي اندازه کړل شي نو  هردرهم تقریبا په څو اعشارې کم درې نیم ګرامه دی چي ټول 34.02 ګرامه کیږي نو احتیاطا باید 35 ګرامه سپین زر یادهغه قیمت دمهر اندازه شي . خو اړینه داده چي د مهر د ټاکلو وخت کې لومړی باید په هغه وخت او هغه ځای کې دسپینو زرو قیمت معلوم کړل شي ځکه د زرو قیمت کله پورته کله کښته وي ، راځو دنن قیمت ته چي د ۱۴۳۸ هجري قمري کال دمحرم الحرام دمیاشتې ۴ نېټه ده نن د سپینو زرو دیوه ګرام قیمت 63 کالداري وو چي د 35 ګرامو سپینو زرو قیمت  2268 کالدارې کیږي دا اندازه دکالدارو نه یا  دهمدغه 35 ګرامه سپینو زرو قیمت چي څومره افغانۍ جوړيږي هغه دافغانیو له حسابه مهر شرعي دی.

لمافي احسن الفتاوی کتاب النکاح :ټوک ۵ / مخ ۳۲

او په درمختار کې دي:

(أَقَلُّهُ عَشَرَةُ دَرَاهِمَ) لِحَدِيثِ الْبَيْهَقِيّ وَغَيْرِهِ «لَا مَهْرَ أَقَلُّ مِنْ عَشَرَةِ دَرَاهِمَ» وَرِوَايَةُ الْأَقَلِّ تُحْمَلُ عَلَى الْمُعَجَّلِ (فِضَّةً وَزْنُ سَبْعَةٍ) مَثَاقِيلَ كَمَا فِي الزَّكَاةِ (مَضْرُوبَةً كَانَتْ أَوْ لَا)

(شامي ټوک 3 مخ 101)

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close