متفرق مسا‌‌ئل

دجمعې په ورځ ددرود فضیلت

(فتواشمیره:116)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب د جمعې په ورځ درود شریف څومره ثواب لري؟

(پوښتنه کونکی:سلام خان – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

نبي علیه السلام ددرود ډیر فضائل ذکر کړي دي، دغه ثوابونه دجمعې ورځ او نورو ټولو ورځو کې شته، البته دجمعې ورځ باندې ددرود ویلو یو خاص فضیلت دادی چې فرشتې ددغه کس درود نبي علیه السلام ته رسوي، چې فلانکی امتي ستا په تاباندې درود وایي.

لکه نبي علیه السلام فرمايي:

من أفضل أيامكم يوم الجمعة، فيه خلق آدم وفيه قبض، وفيه النفخة وفيه الصعقة. فأكثروا علي من الصلاة فيه فإن صلاتكم معروضة علي. رواه الإمام أحمد وأبو داود والنسائي وابن خزيمة.

ژباړه:نبي علیه السلام فرمايي: ستاسو په ورځو کې بهترینه ورځ دجمعې ده ، په دې ورځ ادم علیه السلام پیداشوی او په همدې ورځ وفات شوی دی، او په دې ورځ(دجمعې) به شپیلۍ وهل کیږي او په دغه ورځ به قیامت قائمیږي ، نو تاسو په دغه ورځ په ماباندې زیات درود وایئ ځکه چې ستاسو درود ماته پیش کیږي.



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close