متفرق مسا‌‌ئل

آیا ښځه دماشوم په غوږ کې اذان کولای شي؟

(فتواشمیره:118)

پوښتنه:

جناب مفتي صاحب آيا ښځه دماشوم په غوږ کې اذان کولای شي؟

(پوښتنه کونکی: فضل ربي – ننګرهار افغانستان)

بهتره داده چې نیک او دینداره سړی دماشوم په ښي غوږ کې اذان او چپ غوږ کې اقامت وکړي، او که یوه ښځه دماشوم په ښي غوږ کې اذان او په چپ غوږ کې اقامت وکړي هم جائز ده. البته دلمونځ لپاره چې کوم اذان دی هغه دښځې لپاره مکروه دی ځکه دې کې اواز خلکو ته اورول وي او که ویې کړي نو دوباره به اذان کیږي. خو دماشوم په غوږ کې چې اذان کیږي هغې کې دغه علت نشته نو جا‎ئز دی.



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close