غير مصنف

دښځې لپاره حمل دخپلې مودې نه مخکې لرې کول روادي او که نه؟

(فتوا شمیره:119)

پوښتنه:

ایا یوه ښځه حمل یعنې ماشوم دخپلې مودې نه مخکې لرې کولای شي؟

(مستفتي: جلیل- کونړ- افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

کله چې ښځه حامله شي نو (120) ورځې یعنې څلورمیاشتې چې پوره شي نو روح پکې راځي او دڅلورو میاشتو نه مخکې پکې روح نه وي.

نو دڅلورمیاشتو نه وروسته دحمل لرې کول ناجائز دي ځکه داد یو ژوندي انسان ضائع کولو په شان دي، البته که دمور مړه کیدل ددغه حمل دوجې نه یقیني وي نو بیا دڅلور میاشتو نه وروسته هم دماشوم لرې کول روادي.

او که حمل دڅلورمیاشتو نه کم وي نو بیا یې لرې کول بغیر دعذر نه مکروه تحریمي دي او که عذر وي نو بیا یې لرې کول جواز لري ‎، لکه ښځه کمزورې وي دحمل برداشت نه لري یا بل مخکینی ماشوم کم عمره وي او په حمل سره دهغه نه شیدې بندیږي او پلار یې وس نه لري چې دشیدو انتظام ورته وکړي یا بل کوم داسې مرض وي چې دهغې مرض سره حمل دغه ښځې ته سخت نقصان رسوي او داسې نور عذرونه شته چې دڅلورمیاشتو نه مخکې دحمل غورځول ورباندې جائز ګرځي.

 

په بخاري ټوک 2 مخ 1110 کې دي:

باب قوله تعالى: {ولقد سبقت كلمتنا لعبادنا المرسلين} [الصافات]: سمعت عبد الله بن مسعود رضي الله عنه، حدثنا رسول الله صلى الله عليه وسلم وهو الصادق المصدوق: ” أن خلق أحدكم يجمع في بطن أمه أربعين يوما أو أربعين ليلة، ثم يكون علقة مثله، ثم يكون مضغة مثله، ثم يبعث إليه الملك فيؤذن بأربع كلمات، فيكتب: رزقه، وأجله، وعمله، وشقي أم سعيد، ثم ينفخ فيه الروح، فإن أحدكم ليعمل بعمل أهل الجنة حتى لا يكون بينها وبينه إلا ذراع، فيسبق عليه الكتاب، فيعمل بعمل أهل النار فيدخل النار، وإن أحدكم ليعمل بعمل أهل النار، حتى ما يكون بينها وبينه إلا ذراع، فيسبق عليه الكتاب، فيعمل عمل أهل الجنة فيدخلها ”

او علامه شامي رحمه الله فرمايي:

وفی الشامیۃ(۱۷۶/۳):  مطلب في حكم إسقاط الحمل  قوله ( وقالوا الخ ) قال في النهر بقي هل يباح الإسقاط بعد الحمل نعم يباح ما لم يتخلق منه شيء ولن يكون ذلك إلا بعد مائة وعشرين يوما وهذا يقتضي أنهم أرادوا بالتخليق نفخ الروح وإلا فهو غلط لأن التخليق يتحقق بالمشاهدة قبل هذه المدة كذا في الفتح وإطلاقهم يفيد عدم توقف جواز إسقاطها قبل المدة المذكورة على إذن الزوج وفي كراهة الخانية ولا أقول بالحل إذ المحرم لو كسر بيض الصيد ضمنه لأنه أصل الصيد فلما كان يؤاخذ بالجزء فلا أقل من أن يلحقها إثم هنا إذا أسقطت بغير عذر اھ  قال ابن وهبان ومن الأعذار أن ينقطع لبنها بعد ظهور الحمل وليس لأبي الصبي ما يستأجر به الظئر ويخاف هلاكه۔ (شامي ټوک 3 مخ176 کتاب الحظروالاباحة).



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close