قران او سنت

دجنازې دکټ څادر چې ایاتونه ورباندې وي

سوال:په ډیرو ځایونو کې د مړي دغسل نه وروسته یو څادر ورباندې واچوي چې په هغې باندې دقران ایاتونه وي ایا داسې څادر ورباندې اچول جائزدي؟

جواب:دقرانې ایاتونو احترام اوعزت فرض دی او کله چې داسې څادر استمالیږي نو د بې احترامۍ او بې ادبۍ خطره یي وي ددې وجه ځان ترینه ساتل پکاردي، بل داسې څادر دې ورباندې واچوي چې قراني ایتونه یا دالله نومونه ورباندې نه وي.

قال العلامة الحصکفي رحمه الله:

(بِسَاطٌ أَوْ غَيْرُهُ كُتِبَ عَلَيْهِ الْمُلْكُ لِلَّهِ يُكْرَهُ بَسْطُهُ وَاسْتِعْمَالُهُ لَا تَعْلِيقُهُ لِلزِّينَةِ…… قُلْت: وَظَاهِرُ انْتِفَاءِ الْكَرَاهَةِ بِمُجَرَّدِ تَعْظِيمِهِ وَحِفْظِهِ عُلِّقَ أَوْ لَا زُيِّنَ بِهِ أَوْ لَا)الدرالمختار علی هامش ردالمحتارجلد۱ ص۱۲۰باب المیاه.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close