متفرق مسا‌‌ئل

دنارینه لپاره دسروزرو دګوتمې استعمالول

(فتوا شمیره: 121)

پوښتنه:

وروره دنارینه لپاره دسرو زرو ګوتمه استعمالول جواز لري؟

(پوښتنه کونکی: میرویس)

الجواب وبالله التوفیق

دنارینه لپاره دسرو زرو استعمال حرام دی، البته دښځو لپاره یې استعمال روا دی، لهذا دنارینه لپاره دسرو زرو ګوتمه استعمالول جائز نه دي.

او نبي علیه السلام دوریښمو او سروزرو باره کې فرمايي چې دادواړه زما د امت په نارینه و باندې حرام دي، یعنې دنارینه و لپاره یې استعمال جائز نه دی.

«عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ: أَن النبِيَّ – صلى الله عليه وسلم – أَخَذَ حَرِيراً فَجَعَلَهُ في يَمِينِهِ، وَأَخَذَ ذَهَباً فَجَعَلَهُ في شِمَالِهِ، ثُمَّ رَفَعَ يَدَهُ وَقَالَ: “هذَانِ حَرَام عَلَى ذُكُورِ أمَّتِي”. (ابوداؤد باب فی الحریر للنساء).



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close