
متفرق مسائل
دماشوم په غوږ کې داذان ولی کیږي؟
(فتواشمیره:122)
پوښتنه:
سوال مې دادی چې کوم ماشوم پیداشي دهغه په غوږ کې ولې اذان کیږي؟ دلیل یې ووایاست.
(پوښتنه کونکی: احمد الله – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
دماشوم په غوږ کې اذان ځکه کیږي چې نبي علیه السلام کړی دی، او دلیل یې دابورافع رضي الله عنه حدیث دی چې ابوداود، ترمذي، مسنداحمد او نوروکتابونو نقل کړی دی:
عن عُبيد الله بنِ أبي رافع عن أبيه، قال: رأيت رسولَ الله – صلى الله عليه وسلم – أذَّنَ في أُذُنِ الحَسنِ بنِ عليٍّ حينَ وَلدتْهُ فاطِمةُ بالصلاة(ابوداؤد، ترمذي، مسنداحمد)
ابورافع رضي الله عنه فرمايي چې مارسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدلو چې کله دفاطمې بي بي نه دعلي رضي الله عنه ځوی (حسن) پیداشو نو دحسن رضي الله عنه په غوږ کې یې دلمونځ په شان اذان وکړ.
