طهارت او لمونځ
دتکبیراولی فضیلت ترکوم وخته پورې دی؟
(فتوی شمیره:123)
پوښتنه:
محترمه السلام علیکم:
وبعد: ګرانه چې امام قراءت شروع کړی وي او ولاالضالین ته نه وي رسیدلی اقتداءورپسې وکړی شي، آیا داسړی مدرک دتکبیراولی شو اوکه نه؟
الجواب وبالله التوفیق
دتکبیراولی دفضیلت موندلو دوخت باره کې دعلماؤ ډیر اقوال دي خو صحیح داده چې چا اول رکعت دامام سره لاندې کړ هغه ته دتکبیراولی فضیلت حاصل شو.
نو په یادشوي صورت کې دغه سړی دتکبیراولی دفضیلت موندونکی دی.
په فتاوی عالمګیري کې دي:
«أما فضيلة تكبيرة الافتتاح فتكلموا في وقت إدراكها والصحيح أن من أدرك الركعة الأولى فقد أدرك فضيلة تكبيرة الافتتاح» عالمګیري ټوک1 مخ 69.
اوعلامه شامي رحمه الله فرمايي:
«وتظهر فائدة الخلاف في وقت إدراك فضيلة تكبيرة الافتتاح فعنده بالمقارنة وعندهما إذا كبر في وقت الثناء وقيل بالشروع قبل قراءة ثلاث آيات لو كان المقتدي حاضرا وقيل سبع لو غائبا وقيل بإدراك الركعة الأولى وهذا أوسع وهو الصحيح » شامي ټوک1 مخ526.