نکاح ، طلاق او کورني مسائل

دطلاق تهدید او یادمحکمې په واسطه له خپل میړه نه طلاق اخستل

(فتوا شمیره:124)

پوښتنه:

که چا خپله ښځه وهلې وي خو هیڅکله یې هم د طلاق خبره ښځی ته نه وي کړېې او هغې بار بار دطلاق یا د خلع غوښتنه کړې وي او دبل چا په ذریعه یې احوال لیږلی وي په مسج کې، او میړه دوهم کس ته ووایي چه دا دې ماسره تماس ونیسي چې طلاق یې ورکړم، خو نیت د طلاق یې نه وي صرف د تهدید دپاره ووایي، آیا طلاق کیږي او یا ښځه کولای شی بدون د میړه د رضایت نه طلاق واخلي که 7 کاله جدا اوسیدلي وي؟

الجواب وبالله التوفیق

دا الفاظ ویل چې زماښځه دې له ماسره تماس ونیسي چې طلاق یې ورکړم په دې الفاظو سره طلاق نه واقع کیږي البته که تماس ورسره ونیسي او بیا طلاق ورکړي نو طلاق واقع کیږي.

او ښځه بغیر درضاء دمیړه نه طلاق نشي اخستلی البته په بعضې صورتونو کې ښځه کولای شي چې دقضاء په طریقې له میړه څخه جدائي واخلي لکه میړه شرابي یا نشه ئي وي او یانان نفقه نه ورکوي او خاوند ورنه جدا اوسیږي بیا قاضي کولای شي چې ښځه له میړه څخه جدا کړي.

علامه ابن همام رحمه الله په فتح القدیر کي لیکي:

فَاحْتَمَلَ اسْتَبْرِئِيهِ لِأَنِّي طَلَّقْتُك أَوْ لِأُطَلِّقَك: يَعْنِي إذَا عَلِمْت خُلُوَّهُ عَنْ الْوَلَدِ، وَعَلَى الْأَوَّلِ يَقَعُ وَعَلَى الثَّانِي لَا. (فتح القديرټوک4مخ 62)

ولمافی الحیلة الناجزۃ (ص۱۲۱): المفقود من علم موضعه وشکت زوجته عدم النفقة یرسل إلیه الحاکم إما أن تحضر أو ترسل النفقة أو تطلقھا و إلاطلقھا الحاکم بل لو کان حاضراً وعدمت النفقة ثم بعد الطلاق تعتد عدۃ الطلاق بثلاثة أقراء للحرّۃ اھ۔



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close