طهارت او لمونځ
په لمونځ کې بغیر دضرورته غاړه تازه کول
(فتوا شمیره:125)
پوښتنه:
السلام علیکم وبعد:
محترمه په لمانځه کې غاړه تازه کول څه حکم لري؟ دلته زمونږدمسجدامام دی هروخت غاړه تازه کوي بغیردضرورته.
الجواب وبالله التوفیق
بغیر دضرورته غاړه تازه کول په لمونځ کې په داسې طریقې سره چې حروف پیدا کړي لکه (اح اح) لمونځ فاسدوي او که حروف پیدا نشي او غاړه تازه کړي بیا لمونځ مکروه دی.
او که ضرورت وي بیا لمونځ جائز دی بغیر دکراهیة نه.
البته غاړې تازه کولو ته ضرورت شته او که نشته؟، نو په دې باندې قراءت ویونکې لکه امام ښه پوهیږي، نو ددې وجې بدګمانې نه ده پکار چې دابغیر دضرورت نه غاړه تازه کوي او که ضرورت شته، خوبیا هم که واقعتا ضرورت نه وي او داسې کوي نو که غاړې تازه کولو سره حروف پیداشي نو لمونځ یې مات دی او که حروف پیدا نشي نو لمونځ مکروه شو.
ويفسد الصلاة التنحنح بلا عذر بأن لم يكن مدفوعا إليه وحصل منه حروف هكذا في التبيين ولو لم يظهر له حروف فإنه لا يفسد اتفاقا لكنه مكروه كذا في البحر الرائق وإن كان بعذر بأن كان مدفوعا إليه لا تفسد لعدم إمكان الاحتراز عنه وكذا الأنين والتأوه إذا كان بعذر «عالمګیري ټوک 1 مخ 101»