طهارت او لمونځ

که چاته دعاء قنوت یاد نه وي نو په وترو کې به څه وايي؟

(فتوا شمیره: 126)

پوښتنه:

مولوي صاحب که چاته دعا قنوت یاد نه وي نو څه دې وکړي؟

(پوښتنه کونکی: سلام خان ، افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

دوترو په اخري رکعت کې دغه خاص دعاء یعنې دعاء قنوت (اللهم انانستعنک ونستغفرک ونؤ من بک ….) ویل سنت دي البته که چاته دغه دعاء یاده نه وي نو بیا دې (اللهم ربنا اتنا فی الدنیا حسنة وفی الاخرة حسنة وقنا عذاب النار) وایي ددې نه علاوه درې ځل (اللهم اغفرلي) یا درې ځل (قل هوالله احد) سورت ویل یا بله کومه دعا چې په احادیثو کې راغلي وي ویل هم جائز دي.

لمافی الشامیة (۶،۷/۲):

علامه شامي رحمه الله فرمايي:

(قولہ ویسن الدعاء المشهور) قد منافی بحث الواجبات التصریح بذلک عن ومن لا یحسن القنوت یقول۔ ربنا اتنا فی الدنیا حسنة ـ الآیة۔ وقال ابو لیث یقول: اللھم اغفرلی یکررھا ثلاثا، وقیل یقول یارب ثلاثا، ذکرہ فی الذخیرۃ. (شامي ټوک2 مخ 6-7)

وفی السعایة فی کشف مافی شرح الوقایۃ، باب صفة الصلاۃ(۱۳۹/۲):  وفی مقدمة الغزنویة: ان کان لایحسن القنوت یقرأ ثلاث مرات ’’قُلْ ھُوَ اﷲُ اَحَدٌ‘‘ او ثلاث مرات ’’اَللّٰھُمَّ اغْفِرْلَنَا ولِلْمُوْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنَاتِ.



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close