طهارت او لمونځ

په سفر کې سنت کول

(فتواشمیره: 130)

په سفر کې دسنتو ادا کول څه حکم لري تفصیل یې راته وکړئ.

(پوښتنه کونکی: محمود خان- افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

سفر په دوه قسمه دی یو هغه سفر دی چې سړی په لاره روان وي، او دوهم قسم هغه سفر دی چې سړی یوځای ته ورسیږي خو د(15) ورځو څخه یې کمه اراده داوسیدلو وي.

اول قسم سفر کې که کوم عذر وي نو بیا سنت پريښودل روا دي . او که عذر نه وي نو بیا سنت کول پکار دي.

(ویاتی) المسافر (بالسنن) ان کان (فی حال امن وقرار والا) بان کان فی خوف وفرار (لا) یاتی بھا ھو المختار لانہ ترک لعذر، تجنیس، قیل الاسنۃ الفجر. (درالمختار ټوک 2 مخ131)

او درمختار عبارت نه لاندې علامه شامي لیکي:

 (قولہ ویاتی المسافر بالسنن) ای الرواتب… (قولہ ھو المختار) وقیل الافضل الترک ترخیصا، وقیل الفعل تقربا وقال الھندوانی: الفعل حال النزول والترک حال السیر… قلت: والظاھران مافی المتن ھو ھذا وان المراد بالامن والقرار النزول وبالخوف والفرار السیر لکن قدمنا فی فصل القراء ۃ أنہ عبر عن الفرار بالعجلۃ لانھا فی السفر تکون غالبا من الخوف تامل( مخکې ذکرشوي حواله)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close