طهارت او لمونځ

په بوټانو کې لمونځ کول

(فتوی شمیره: 131)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته:

جناب مفتي صاحب آیا د بوټانو سره لمونځ کیږي او که نه؟

(پوښتنه کونکی: جاوید)

الجواب وبالله التوفیق

په بوټانو کې لمونځ کول جائز دي ځکه چې نبي علیه السلام نه په چپلکو کې لمونځ کول ثابت دي خو په دې شرط چې پاک وي او پلیت نه وي (او بوټان چې کله په داسې ګندګۍ سره پلیت شي چې جسم لري نو په ځمکه راښکلو سره پاکیږي او که جسم نه لري لکه تشې متیازې نو بیا بغیر له وینځلو نه نه پاکیږي)، البته نن سبا مسجدونه فرش شوي وي او په بوټانو خاوره وي نو مسجدته ورسره ننوتل مکروه دي، او دنبي علیه السلام په دور کې مسجد نبوي کې شګې خورې وي اوفرش اوقالینونه نه و. او که بوټان ازاده وي او تلی یې سخت وي او په حالت دسجدې کې نه راماتیږي او او پښه پکې زوړنده وي او یاچپلکه داسې وي چې ګوتې یې په ځمکه نه لږیږي نو بیا پکې لمونځ نه کیږي.

علامه شامي رحمه الله فرمايي:

قوله ( وصلاته فيهما ) أي في النعل والخف الطاهرين أفضل مخالفة لليهود تاترخانية وفي الحديث صلوا في نعالكم ولا تشبهوا بليهود رواه الطبراني كما في الجامع الصغير رامزا لصحته وأخذ منه جمع من الحنابلة أنه سنة ولو كان يمشي بها في الشوارع لأن النبي وصحبه كانوا يمشون بها في طرق المدينة ثم يصلون بها قلت لكن إذا خشي تلويث فرش المسجد بها ينبغي عدمه وإن كانت طاهرة وأما المسجد النبوي فقد كان مفروشا بالحصا في زمنه بخلافه في زماننا ولعل ذلك محمل ما في عمدة المفتي من أن دخول المسجد متنعلا من سوء الأدب تأمل.(شامي ټوک مخ157)

وفي مقالات الکوثري:

واماالصلاة بالنعل فصحیحة اذا کانت طاهرة لاتمانع وضع باطن رؤوس الاصابع علی الارض کما هو شان تمام السجدة علی ماذکره الخطابي وغیره.(مقالات کوثري مخ 174 مکتبه دارشمسي بحواله فتاوی دارالعلوم دیوبند زکریاټوک2 مخ 604)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close