
نکاح ، طلاق او کورني مسائل
كه يوه پیغله نجلۍ له کوره وتښتي نو څه کول پکار دي؟
(ٖفتوی شمیره:132)
پوښتنه:
که چیرې یوه پیِغله نجلۍ دپلار له کوره وتښتي نو پلار ته څه کول پکار دي؟
(پوښتنه کونکی: کمال)
الجواب وبالله التوفیق
مخکې له دینه چې داسې ناوړه ناورین مخې ته راشي باید چې داولاد په تربیت کې غفلت ونشي او په دې کې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم لاندیني ارشادات په نظر کې ونیول شي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې دچا بچی پیداشي نو ښه نوم (چې صحیح معنی ولري) ورباندې کیږدي او بیا دې بچې ته ښه اخلاق وروښايي (یعنې داسلام اودین تربیت دې ورکړي) او چې کله بالغ شي نو واده دې ورته وکړي او که بالغ شي (او دواده وس یې وي او کوم شرعي عذر نه وي) او واده ورته ونه کړي او په دې کې ددغه بچې نه ګناه وشي نو دغه پلار ورسره په ګناه کې شریک دی.
په یوبل روایت کې نبي علیه السلام فرمايي چې بې واده ښځې دخپل نفس په واک کې د ولي (پلار،نیکه، ورور وغیره) نه زیاتې حقدارې دي او بې واده نجلۍ نه به (چاته دورکولو وخت کې) اجازت اخستل کیږي او په وخت داجازت اخستلو کې چپ کیدل ددې اجازت شماریږي.
دغه شان نبي علیه السلام فرمايي چې کله دنجلۍ غوښتلو لپاره درته داسې کس راشي چې دینداري او اخلاق یې ښه وي نو نجلۍ په نکاح ورکوئ او که داسې نه کوئ نو په ځمکه کې به ترینه لوی فساد او فتنه جوړه شي.
متاسفانه چې دخپل اولاد دیني او اخلاقي تربیت باندې توجه نه ورکول کیږي له دې وجې اولاد ددیني اواسلامي اخلاقو اومسائلو سره نااشناوي بلکې ورته دمور او پلار له طرفه ازادي ورکول کیږي چې په دیکې دستر اوپردې اهتمام هم ختم شي تر دې چې نجلۍ دخپل خواهش دتکمیل په خاطر دخپل کور او قوم عزت له پښو لاندې کړي.
بل داچې تاخیر په نکاح کې دنجلۍ دتښتیدلو سبب وګرځي حالانکې دپورتني حدیث مطابق دچامال دولت ته کتل نه دي پکار، بلکې اخلاقو او دیندارۍ دهلک ته کتل پکار دي.
دریم داچې بغیر داجازت دنجلۍ څخه نکاح شرعا صحیح نه ده خو سره له دې بعضې خلک خامخا خپله خور،لور چاته په نکاح کولو مجبوره کوي حالانکې دادشریعت مطهره داصولو مخالفت دی چې په نتیجه کې نجلۍ کور پریږدي.
خو که یوه نجلۍ وتښتي او یو هلک سره نکاح وکړي د خپل سیال (چې کسب، خاندان، دیندارۍ او مال کې ورسره برابر وي) سره نو شرعا یې نکاح شوې ده او څوک یې نشي ماتولی اګر چې مور اوپلار ته دتکلیف رسولو له وجې به دغه نجلۍ ګناهګاره وي خو په نکاح یې اثر نه پریوځي ، البته که دسیال سره یې نکاح نه وي کړي یعنې نجلۍ دځان نه په سیالۍ کې دکم سړي سره واده کړی وي نو دنجلۍ پلار ته دنکاح ختمولو اختیار شته.
او په پښتنو کې چې کوم رواج دی چې هلک او نجلۍ مړه کوي داشرعا جائز نه دي.
نفذ نكاح حرة مكلفة بلا ولي وله الاعتراض في غير الكفو(متلقی الابحر ټوک مخ 488).
“الأيِّم أحقُّ بنفسها من وليّها، والبكر تُستأذَن في نفسها، وإذْنها صُماتها”صحیح مسلم.
“إِذَا أَتَاكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ خُلُقَهُ وَدِينَهُ فَزَوِّجُوهُ، إِلَّا تَفْعَلُوه تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ” سنن ابن ماجه.