نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که یوه میړو ښه ښځه وتښتي نو میړه ته څه کول پکار دي؟

(ٖفتوی شمیره:133)

پوښتنه:

که چیرې یوه په نکاح شوې میرمن وتښتي او دبل چاسره نکاح وکړي نو خاوند ته څه کول پکار دي؟

(پوښتنه کونکی: کمال)

الجواب وبالله التوفیق

کومه ښځه چې چاسره نکاح وکړي نو ترڅو پورې چې مخکیني میړه طلاق نه وي ورکړی یا وفات شوی نه وي او یاددواړو مینځ کې په کومې شرعي طریقې سره تفریق او جدايي نه وي راغلي چې نکاح ورسره ختمه شي، دغه ښځه دبل خاوند سره نکاح نشي کولای او که یې وکړي نو نکاح یې نه ده شوې او دغه دواړه شرعا سخت مجرمین دي.

لهذا په ذکر شوي صورت کې چې ترڅو پورې چې دغه ښځه داول میړه په نکاح کې ده دبل چاسره یې نکاح نه کیږي او که یې داسې کړي وي نو نکاح یې نه ده شوې. او اولني میړه ته یې پخپله دقتل کولو اجازت نشته البته حق ورته حاصل دی چې حکومت ته عریضه وکړي او دشرعي مجازات غوښتنه وکړي .

علامه ابن نجیم رحمه الله فرمايي:

والسادس المحرمة لحق الغير كمنكوحة الغير ومعتدته والحامل بثابت النسب. (بحرالرائق ټوک 3مخ 98 فصل فی المحرمات)

 

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close