متفرق مسا‌‌ئل

بغیر دمیړه له اجازته وظیفه کول او یاخارج ته تلل

(فتوا شمیره:134)

پوښتنه:

جناب مفتي صاحب السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زما ضروري سوال دی که ځواب زر راکړئ مهرباني به مو وي.

که دچا میرمن وغواړي چې په تلفیزیون کې وظیفه واخلي او یاخارج ته لاړه شي او هلته وظیفه اجرا کړي او میړه یې راضي هم نه وي نو دشریعت له نظره داسې کار کول څنګه دي؟

والسلام (پوښتنه کونکی: محبوب)

الجواب وبالله التوفیق

(1) د ښځې نان نفقه د میړه ذمه داري ده البته که یوه ښځه غریبه وي او د نفقې یې څوک نه وي نو ښځې ته دکار کسب اجازت شته خو شرط دادی چې غیر شرعي کار نه وي ، د پردې اهتمام او پابندي وي ، او پردیو سړیو سره اختلاط نه وي.

ددې نه علاوه په تلفیزیون کې بعضې مفاسد او خرابی هم شته دبیلګې په توګه:

دډرامو او فلمونو په واسطه په مسلمانانو کې بي حیائي او فحشاء خورول.

د کفارو تهذیب ته په مسلمانانو کې ترویج ورکول.

دظالم حکمرانانو صفتونه کول او د هغوی د ظلمونو او ناروا کارونو نه دفاع کول.

د حکومت په سیاسي مخالفینو باندې بې ځایه الزامات لږول او دهغوی تذلیل.

دشرعي احکامو، حدودو توهین کول .

نو په کومو ځایونو کې چې دغه مفاسد وي هلته وظیفه او کار کول هم ناجائز دي.

(2) ددې نه علاوه ښځه په اوسیدلو کې دمیړه تابع ده چې کوم ځای میړه اوسیږي نو ښځه به هم هلته اوسیږي.

(3) دمیړه له اجازې نه بغیر ښځه له کوره نشي وتلی او نه سفر کولی شي دغه شان بغیر دمیړه داجازت نه وظیفه هم نشي کولای.

(4) دغه شان که یوڅوک په اسلامي ملک کې دومره وسائل او اسباب ولري چې د عامو مسلمانانو په شان زندګي تیرولی شي خو د زیات مالداره کیدلو لپاره یو کافر هیواد ته ځي نو بیا داسې کول مکروه دي ځکه هلته چاپیریال د فحشا او منکراتو وي نو خپل دین او اخلاق په خطر کې اچول دي. ددې وجې نه، بغیر دضرورت څخه دکافرانو مینځ کې داوسیدلو نه منع راغلې ده.

او دجریر بن عبد الله په روایت کې راځي چې نبي کریم صلی الله فرمایي زه بیزاره یم د هرهغه مسلمان نه چې دکافرانو مینځ کې اوسیږي. (ترمذي باب ماجاء في کراهیة المقام بین اظهر المشرکین)

(5) او که د کافرانو ټولنه یې خوښه وي او هغوی ته په او چت نظر ګوري او هغوی سره اوسیدل خپل عزت شماري نو په دې صورت کې هلته مسقل اوسیدل ناجائز او حرام دي.

لهذا دپورتنیو خبرو نه معلومه شوه چې دغه وظیفه په مفاسدو هم مشتمله ده او دمیړه اجازت هم نشته بلکې که میړه اجازت هم وکړي او ذکر شوي نقصانات پکې وي بیا هم دښځې لپاره دغه وظیفه کول منعه دي.

حدیث شریف کې دي:

من جامع المشرک و سکن معه فانه مثله. ابوداود

وفیہ أیضاً(النساء:۳۵):وَاللَّاتِيْ تَخَافُوْنَ نُشُوْزَهُنَّ فَعِظُوْهُنَّ وَاهْجُرُوْهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوْهُنَّ فَإِنْ اَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوْا عَلَيْهِنَّ سَبِيْلًا إِنَّ اللهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيْرًا۔

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوْا حَكَمًا مِّنْ اَهْلِهٖ وَحَكَمًا مِّنْ اَهْلِهَا إِن يُّرِيْدَا إِصْلَاحًا يُّوَفِّقِ اللهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللهَ كَانَ عَلِيْمًا خَبِيْرًا۔

وقال الله تعالی (اسکن انت وزوجک الجنة)

وفی تکملۃ فتح الملھم (۱۳۳/۱): أمرت الزوج إذا رأی فی زوجتہ مالا یتحمل أن لا یبادر إلی الطلاق فی أول مرۃ وإنما یجتھد فی إصلاحھا ما أمکن ۔۔۔ (ص۱۳۴): ثم إن کانت الخلافات بین الزوجین شدیدۃ لا تنقضی بھذہ المدارج الثلاثۃ أمرت الشریعۃ الإسلامیۃ أقاربھما أن یتدخلوا بینھما لتعتدل الأحوال ۔۔۔ ثم إن لم تثمر جھود ھذین الحکمین ولم یزل الخلافات قائمۃ فحینئذ أباحت الشریعۃ الإسلامیۃ الطلاق للزوج۔

وفی الشامیۃ (۲۲۸/۳):قالوا إن سببه الحاجة إلى الخلاص عند تباين الأخلاق وعروض البغضاء الموجبة عدم إقامة حدود الله تعالى فليست الحاجة مختصة بالكبر والريبة كما قيل بل هي أعم كما اختاره في الفتح فحيث تجرد عن الحاجة المبيحة له شرعا يبقى على أصله من الحظر ولهذا قال تعالى{ فإن أطعنكم فلا تبغوا عليهن سبيلا } أي لا تطلبوا الفراق وعليه حديث أبغض الحلال إلى الله عز وجل الطلاق قال في الفتح ويحمل لفظ المباح على ما أبيح في بعض الأوقات أعني أوقات تحقق الحاجة المبيحة اھ وإذا وجدت الحاجة المذكورة أبيح وعليها يحمل ما وقع منه ومن أصحابه وغيرهم من الأئمة صونا لهم عن العبث والإيذاء بلا سبب فقوله في البحر إن الحق إباحته لغير حاجة طلبا للخلاص منها إن أراد بالخلاص منها الخلاص بلا سبب كما هو المتبادر منه فهو ممنوع لمخالفته لقولهم إن إباحته للحاجة إلى الخلاص فلم يبيحوه إلا عند الحاجة إليه لا عند مجرد إرادة الخلاص وإن أراد الخلاص عند الحاجة إليه فهو المطلوب ۔

او حدیث شریف کې دي:

لا تخرج من بیتھاالا باذنہ ‘ فان فعلت لعنتھا ملائکۃ الرحمۃ وملائکۃ الغضب حتی تتوب  وترجع  (رواہ الطیالسی والبیہقی)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close