متفرق مسا‌‌ئل

ماريه نوم ایښودل څنګه دي؟ او دماریه څه معنی ده؟

(فتوا شمیره:135)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب د ماریه نو م په نجلۍ کیښودل څنګه دي ؟ او ددې لفظ څه معنی ده؟

(پوښتنه کونکی: محمد خان – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

په خپل اولاد باندې داسې نوم ايښودل پکار دي چې معنی یې صحیح وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې دچا بچی پیدا شي ښه نوم دې ورباندې کیږدي.

 نو دماریه معنی ده سپینه پړقیدونکې ، او ماريه رضي الله عنها دنبي کریم صلی الله وینځه وه او دهغې نه دنبي کریم صلی الله علیه وسلم زوی ابراهیم پیداشوی ؤ، لهذا ماریه نوم ایښودل صحیح دي.

في تهذیب الاسماء والصفات (مخ 354)

مارية رضي الله عنها…ام ابنه ابراهیم اهداها له المقوقس ملک مصر …. وکانت ماریة بیضاء جعدة جمیلة فاسلمت فتسراها رسول الله صلی الله علیه وسلم وکانت حسنة الدین توفیت سنة ست وعشرین.

وفی شعب الایمان للبیهقي:

عن أبي سعيد وبن عباس قالا قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من ولد له ولد فليحسن اسمه.(ټوک6 مخ 401)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close