طهارت او لمونځ
که اذان یوکس وکړي او اقامت بل کس وکړي داجائز ده که نه؟
(فتوا شمیره:136)
پوښتنه:
محترم مولوي صاحب که یو کس اذان وکړي او بل کس اقامت وکړي دا جایز ده که نه؟
(پوښتنه کونکی: خالد)
الجواب وبالله التوفیق
اقامت داذان کونکي حق دی نو بهتره داده چې څوک اذان وکړي هغه دې اقامت هم وکړي ، البته که اذان یوکس وکړي او اقامت بل وکړي نو که اذان کونکی غائب وي او یا موجود وي خو بل کس ته داقامت کولو اجازت وکړي او یا دبل چا په اقامت کولو راضي وي نو دبل کس لپاره اقامت کول بغیر دکراهیت نه جائز دي ، او که اذان کونکی موجود وي او بل کس بغیر دده له اجازت او رضا نه اقامت کوي بیا اقامت مکروه دی.
فتاوی عالمګیري کې دي:
والأفضل أن يكون المؤذن هو المقيم كذا في الكافي وإن أذن رجل وأقام آخر إن غاب الأول جاز من غير كراهة وإن كان حاضرا ويلحقه الوحشة بإقامة غيره يكره وإن رضي به لا يكره عندنا كذا في المحيط (ټوک1 مخ 54)