تجارت

په کرایه ورکړل شوی څيز که ضائع شي ایا مالک یې دتاوان مطالبه کولای شي؟

(فتوا شمیره:137)

پوښتنه:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

زما یوہ  پوښتنه ده ھغہ داچې  کہ یو څوک  پہ کرایه یو څہ شی ورکړي لکہ موٹر  د میاشتی پہ حساب او یا دا سې بل څہ لکه د شیټرینگ ، د نجارۍ سامان کوم چې د کور پہ جوړولو کې استعمالیږي، اوس که سامان د (10000) لس زره روپیو دی او سړی یې دمیاشتې په (1000) زره روپۍ کرایه ورکړي او ددې ورکړل شوي څيز لس میاشتې وشي ، نو په دې حساب باندې کرایه (10000) لس زره روپۍ جوړیږي او دکرایه پیسې ټولې واخلي او بیا دغه سامان چې کله واپس کوي نو ټول واپس نشي ځکه خراب شوی وي او دغه خراب شوی سامان تقریبا د (4000) څلور زرو روپیو وي نو ددغه ضائع شوي څيزونو پیسې اخستل ورنه روا دي او کنه ؟

(پوښتنه کونکی: احمد الله خا ن سعودی عرب)

الجواب وبالله التوفیق

کوم څیز چې په کرایه ورکړل شي که هغه موټر وي یا دشیټرینګ سامان او یابل څه وي ، دغه ورکړل شوی څیز دهغه دبل کس (مستاجر) په لاس کې امانت دی نو که دهغه کس دکوتاهۍ له وجې ضائع شوی وي لکه حفاظت یې نه وي کړی او یا یې استعمال په صحیح طر یقې سره نه وي کړی نو بیا دهغه څیز تاوان اخستل ورڅخه روا دي ، اوکه دهغه له طرفه څه کوتاهي نه وي شوې او دغه په کرایه ورکړل شوی څيز ضائع شي نو بیا ورڅخه تاوان اخستل جائز نه دي، اګر چې ددغه څیز مالک ورسره شرط هم لږولی وي چې که دغه دکرائیې څیز ضائع شي نو تاوان به یې درنه اخلم.

کما في شرح المجلة لسلیم رستم باز ټوک 1 مخ 322 المادة 600/6001:

(المادة ۶۰۰) المأجور امانة في ید المستأجر سواء کان عقد الاجارة صحیحا او لم یکن .

(المادة ۶۰۱) لایلزم الضمان اذا تلف المأجور في ید المستأجر او ضاع او طرأ علی قیمته نقصان ولو شرط علیه الضمان في عقد الاجارة لان اشتراط الضمان في الامانات باطل . اشباه



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close