حج او عمره
که حج فرض شي او ادا یې نه کړي تردې چې غریب شي
سوال:که په چا حج فرض شي او ادا یې نه کړي تردې چې غریب شو نو آیا دحج فرضیت ختم شو او که ورباندې پاتې دی؟
جواب:
حج چې یو ځل فرض شي او ادا یې نه کړي بیا که غریب هم شي د حج فرضیت ترې نه ختمیږي ، فرض دده په ذمه پاتې دی بیا پکارده چې دمرګ نه مخکې وصیت وکړي او بیا دې وارثان دده له طرفه حج وکړي.
قال العلامة ابن همام:
(بخلاف مالو ملکه مسلما فلم یحج حتی افتقر حیث یتقرر الحج في ذمته دینا علیه) فتح القدیرجلد۲ ص۳۱۵ کتاب الحج.