نکاح ، طلاق او کورني مسائل
دطلاق بائن اصغر او بائن اکبر وضاحت
(فتوا شمیره: 130)
پوښتنه
جناب مفتي صاحب السلام علیکم ! زما پوښتنه داده چې آیا دطلاقو په بائن اصغر او بائن اکبر کې فرق شته؟ او کوم وخت طلاق رجعي په بائن اصغر بدلیږي؟ او کله بائن اصغر په بائن اکبر بدلیږې؟ مننه ستاسو د جواب په تمه.
(پوښتنه کونکی: هاشمي افغانستان)
الجوا ب وبالله التوفیق
طلاق باین هغه طلاق ته ویل کیږي چې دهغې نه وروسته دعدت په دوران کې میړه ښځې ته رجوع نشي کولای بیا دغه بائن طلاق په دوه قسمه دی ، یوبائن اصغر او بل بائن اکبر ، هغه بائن طلاق چې ددرې نه کم وي دیته بائن اصغر وایي او درې طلاقو ته بائن اکبر ویل کیږي ، دبائن اصغر نه وروسته دوباره نکاح کیدای شي او دبائن اکبر نه وروسته ددغه کس ورسره نکاح نه کیږي البته که دغه ښځه بل چاسره نکاح وکړي او هغه بیا طلاق ورکړي او یاوفات شي بیا ددغه ښځې داول میړه سره نکاح روا ده.
کله چې دطلاق رجعي نه وروسته دعدة په دوارن کې ښځې ته رجوع ونشي دغه رجعي بائن اصغر ګرځي او کله چې بائن اصغر طلاقونه درې ته ورسیږي نو په بائن اکبر بدلیږي.