زکات،سرسايه اوعشر
که چاسره سرمایه وي او قرض هم ورباندې وي، ایا په دغه کس زکات ورکول شته او که نه؟
(فتوا شمیره: 139)
پوښتنه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته:
اول خو زه ستاسو دنشراتو څخه ډیر شکرګزار یم او په ډیر شوق سره یې ګورم او ترې مطمئن یم ، الله تعالی دې تاسو ته ښه بدله درکړي، اومونږ ته دې الله تعالی دعمل کولو توفیق رانصیب کړي.
محترم مولانا صاحب زمایوه پوښتنه داده چې دیوسړي څومره سرمایه وي په همغه اندازه په سړي قرض هم وي، البته سرمایه نغده وي او په قرض ادا کولو کې (۸) اته میاشتې وخت وي، نو په دې صورت کې زکات واجبیږي او که نه ؟
الجواب وبالله التوفیق
زکات په هغه چافرض دی چې چاسره نصاب وي او دنصاب اندازه په سروزرو کې اووه نیمې تولې ( 87.48 ګرامه) سره زر دي، او په سپینو زروکې دوه پنځس نیمې تولې (612.36ګرامه) سپین زر یا ددې دقیمت په اندازه پیسې او سرمایه چې چاسره وي هغه دنصاب خاوند دی، البته که ورباندې قرض هم وي نو دقرض په اندازه پیسې به ترې لرې کیږي او هغه به سرمایه کې نه حسابیږي.
نو که چاسره سرمایه هم وي او قرض ورباندې هم وي نو په دغه صورت کې که دقرض پیسې دسرمایې نه لرې کړل شي او بیا هم دنصاب په اندازه پیسې ورسره پاتې کیږي او کال ورباندې تیرشي نو زکات ورکول فرض دي، او که دنصاب په اندازه پیسې ورسره وي خو دغه اندازه قرض هم ورباندې وي نو بیا په دغه کس باندې زکات ورکول نشته.
قوله: (وكل دين لآدمي يمنع بقدره) أي يمنع الزكاة بقدر الدين، سواء كان الدين حالاً أو مؤجلاً، مثلاً: إذا كان له أربع مائة، وعليه دين مائتا درهم: فإنه يمنع زكاة المائتين، ولو كان له مائتان أو ثلثمائة: لا زكاة عليه أصلاً على هذا.(منحة السلوک فی شرح تحفة الملوک ټوک۱ مخ ۲۱۸)
ومن كان عليه دين يحيط بماله فلا زكاة عليه(هدایه ټوک۱ مخ ۹۶)
م: (ومن كان عليه دين يحيط بماله فلا زكاة عليه) ش: هو قول عثمان بن عفان، وابن عباس، وابن عمر، وطاوس، وعطاء – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ -، والحسن، وإبراهيم، وسليمان ابن يسار، والزهري، وابن سيرين، والثوري، والليث بن سعد، وأحمد بن حنبل – رَحِمَهُمُ اللَّهُ(بنايه ټوک۳مخ ۲۹۱)