قسم او نذرمنل
که فلانکی کار مې وکړ زه به کافریم ددې څه حکم دی؟
سوال:یوسړي وویلې که ما فلانکي سره خبرې وکړې زه به کافریم بیا یې هغه نفر سره خبرې وکړې اوس دغه سړی کافر شو که نه؟
جواب:
که د دغه کس دا عقیده وي که ما خبرې وکړې په رشتیا به کافریم نو کافر ګرځي ، او که دا عقیده یې نه وي بلکه یواځې په خپله خبره مضبوط ودریدل یې مقصود و نو بیا کافر نه ګرځي البته صرف دقسم کفاره به ورکړي.
(ولو قال إن فعل كذا فهو يهودي أو نصراني أو مجوسي أو بريء من الإسلام أو كافر أو يعبد من دون الله أو يعبد الصليب أو نحو ذلك مما يكون اعتقاده كفرا فهو يمين استحسانا كذا في البدائع حتى لو فعل ذلك الفعل يلزمه الكفارة وهل يصير كافرا اختلف المشايخ فيه قال شمس الأئمة السرخسي رحمه الله تعالى والمختار للفتوى أنه إن كان عنده أنه يكفر متى أتى بهذا الشرط ومع هذا أتى يصير كافرا لرضاه بالكفر وكفارته أن يقول لا إله إلا الله محمد رسول الله وإن كان عنده أنه إذا أتى بهذا الشرط لا يصير كافرا لا يكفر) فتاوی عالمګیري جلد۲ ص۵۴ کتاب الایمان