تجارت

دیو څیز په خپل سره خرڅولو صورت کې دانتقال مصارف ورسره یو ځای کولای شې.

(فتوا شمیره:141)
پوښتنه

سوال يو نفرپه هر ا ت كې مو ټر وا خلي ا و بيا دا مو ټر يو مو ټر وا ن ته و ركړي چي دا كا بل ته ورسوه،  ا و د دې مو ټر وا ن لپا ره (٥٠٠٠) پنځه زره اجرت و ركړي او بيا و رو سته له دې كه دا نفر دا مو ټر خرڅو ي په بيعه مرا بحه (ګټه) يا تو ليه (په خپل سر)  سره نو ا يا د دې مو ټر وا ن اجرت به يو ځای كوي داصل ثمنو او قيمت  د دې سره؟ او وايي به چې دا مو ټر ما ته په دې مجمو عه رو پيو غورزيدلی دی، او كه به يې نه يوځای كو ي؟

الجواب وبالله التوفیق

هرهغه څیز چې دهغې په انتقال مصرف راځي ، نو که دغه رنګه یو څيز واخستل شي او بیا بل ځای ته انتقال شي نو په بیعه مرابحه او تولیه کې ورسره دغه مصرف جمع کیدای شي، مثلا موټر یې په دوه لکه افغانۍ باندې واخیست او ترکابل پورې په انتقال باندې پنځه زره افغانۍ مصرف راغی نو که ته وايي چې په تولیه (په خپل سر) یې خرڅوم نو په دوه لکه او پنځه زره به افغانۍ به یې خرڅوې، خو چې خرڅوې یې نو داسې به وایې چې ماته په دوه لکه او پنځه زره افغانۍ پریوتی دی، او که په مرابحه (ګټه) باندې یې خرڅوې مثلا پنځلس زره افغانۍ ګټه کول غواړې، نو په دوه لکه او شل زره افغانۍ به یې خرڅوې.

“ويجوز أن يضيف إلى رأس المال أجرة القصار والطراز والصبغ والقتل وأجرة حمل الطعام” لأن العرف جار بإلحاق هذه الأشياء برأس المال في عادة التجار؛ ولأن كل ما يزيد في المبيع أو في قيمته يلحق به هذا هو الأصل، وما عددناه بهذه الصفة؛ لأن الصبغ وأخواته يزيد في العين والحمل يزيد في القيمة إذ القيمة تختلف باختلاف المكان “ويقول قام علي بكذا ولم يقل اشتريته بكذا” كي لا يكون كاذبا وسوق الغنم بمنزلة الحمل. (هدایه ټوک۳ مخ ۷۱ باب المرابحة والتولیة)

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close